د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریا ولسمشر د قذافي له انجامه ولې نه ډارېږي


د سوریا ولسمشر بشارال اسد د لیبییا له مشر معمر قذافي سره الجیریا کې د عرب سرمشریزې پر مهال.نېټه ۲۲/۰۳/۲۰۰۵
د سوریا ولسمشر بشارال اسد د لیبییا له مشر معمر قذافي سره الجیریا کې د عرب سرمشریزې پر مهال.نېټه ۲۲/۰۳/۲۰۰۵
بريتانوي ورځپاڼه فاينانشل ټايمز په يو مقاله کي ليکي، په ليبيا کي د حکومت مخالفه ياغيانو تر پرمختګ وروسته اوس تمه پيدا شوې چي قذافي به ډېر ژر له واکه ليري کړل شي او په ليبيا کي به يو نوی حکومت را منځ ته شي خو د سوريا واکمن بشارالاسد اوس هم د قذافي له انجامه نه ويريږي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼه د ايد حسېن له خولې ليکي، د ليبيا په سرښار طرابلس کي د حکومت مخالفه ياغيانو پرمختګ هغه کسان خوشاله کړي دي چي د دا ډول زورواکه رژيمونو ليري کول غواړي. د ليبيا وروسته په سوريا کي ناسم حالات اوس د غربي نړۍ د برلاسيتوب لپاره يو ګواښ دی چي پکار ده د دې مخنيوی وشي او بشارالاسد له واکه ليري کړل شي چي د سوريا غوندي يو وړوکي هيواد واکمن دی.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د څو مياشتو تر صبر وروسته د امريکا ولسمشر باراک اوباما د بشارالاسد د ليري کولو غوښتنه وکړه. اسد په ډېره آسانه توګه د غرب مخالفت کوي او د منځني ختيځ د نورو برخو په څېر د امريکا مخالفت کول د شهرت او طاقت له کبله کيږي لکه څنګه چي حماس، حزب الله او ايران د دې څرګندونه کوي.

دې ته په کتو سره به اوس هره نوې ورځ د اوباما لپاره د تحقير سبب وي او بلي خوا ته به د سوريا وېشل شوی او سمبولک اپوزيشن ته د امريکا ګوډاګی يا د يهودو اېجنټ ويل کيږي. په يو داسي ټولنه کي چي خلګ د امريکا او اسراييل ضد جذبات لري، دا ډول شعارونه زورور او ورانونکي وي.

ورځپاڼه زياتوي، د سوريا رژيم له هغو خلګو سره ظالمانه چلند کوي چي کوڅو ته راوتلي وي خو بايد دا ومنل شي چي ټوله سوريا د بدلون غوښتونکې ده. ځايي پوځ پر خلګو ډېر زيات ظلم کړی دی خو داسي ښکاري چي د دوی هم په سلګونه غړي وژل شوي دي.

په سپينه ماڼۍ او د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کي د يوې غونډي پر مهال د سوريا د اپوزيشن غړو د حکومت په ضد د پوځي عملياتو غوښتنه کړې ده. که په رښتيا وکتل شي نو د قذافي برخلاف د اسد د رژيم راپرزول ګران کار دی ځکه چي په سوريې کي د هغه په ضد غښتلي سياسي او پوځي څېرې نشته او اسد په زياترو لوړپوړو پوځي قومندانانو، ملايانو او تاجرانو کي مقبوليت لري.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، له همدې کبله سعودي عرب، روس او چين د اسد په ضد له امريکا سره لاس نه دی يو کړی ځکه چي دوی غواړي چي اسد ته لږ نور وخت ورکړل شي. دوی په دې پوهيږي چي د اسد د ليري کولو امکانات کم دي او بل پلو دوی دا ويره هم لري که چيره دی ليري کړل شي نو په سوريا کي به تاوتريخوالی او تشدد زور واخلي.

ورځپاڼه ليکي، د سوريا د تيلو ۹۰ فيصده برخه اروپا ته ځي. بلي خوا ته له ترکي سره د کاله د څه باندي ۳ اربه ډالرو تجارت لري. همدا ډول د سعودي عرب په سوريا کي ډيري ګټي پرتي دي او روس او سوريا له يو بل سره ډيري تاريخي اړيکي لري او د وسلو تړونونه يې هم سره کړي دي. دا هغه هيوادونه دي چي ورته پکار ده د اصلاحاتو په رواستلو کي د امريکا شاته ودريږي.
XS
SM
MD
LG