د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ :د شر خوښو پرضد پراخ عمليات روان دي .


به کراچۍ کې یو مشکوکه شرخوښۍ د ریجنرز لخوا ګاډي ته اچول کېږي ،کله چې هغه کور په کور پلټونکو عملیاتو پرمهال ونیول شوي.د۲۰۱۱ مکال داګست ۲۴ مه نېټه
به کراچۍ کې یو مشکوکه شرخوښۍ د ریجنرز لخوا ګاډي ته اچول کېږي ،کله چې هغه کور په کور پلټونکو عملیاتو پرمهال ونیول شوي.د۲۰۱۱ مکال داګست ۲۴ مه نېټه


له کراچۍ د مشال ريډيو خبريال ظفر کریمي وايي، د ښار په نهه سیمو کې د پوليس او رينجرز عملیات روان دي او تر دا مهاله یې 12 مشکوک کسان نيولي دي. چارواکي د عملیاتو سیمه د امنيت له کبله نه په ډاګه کوي.

د سند صوبي د کورونو چارو وزير منظور وسان وایي تر هغی به عمليات دوام ولري تر څو چې ښار له شرخوښو پاک نه کړی شي. دوی زياته وي چې لومړی یې عملیات ځکه نه پیلول چې سياسي ګوندونه متفق نه وو.

په کراچۍ کې د اتو ورځو اخ و ډب پيښو وروستو اوس لږه کراري ده او تيره شپه څه بده پيښه نه ده رامنځ ته شوې.

بلخوا په اسلام اباد کې وفاقي کابينې د کراچۍ عملیاتو منظوری ورکړېده او سپريم کورټ د کراچۍ پرحالاتو د خپلې مخې نوټس کې له وفاقي او سند حکومت څخه معلومات غوښتي دي.
XS
SM
MD
LG