د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په قبایلي سیمو کې ایف ایم سټېشنونه لګوي


د سپین بولدک کلیوال ریډیو ته غوږ دي
د سپین بولدک کلیوال ریډیو ته غوږ دي
دپاکستان د اطلاعاتو وزيرې فردوس عاشق اعوان ويلي، حکومت په قبائلي سيمو کي د ترهګری د مخنوي لپاره د ۸ ايف سټشنونو او د پی ټي وي بوسټرونو د لګولو پلان لري.

د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کي داطلاعاتو او نشریاتو لپاره د سينټ قایمه کميټۍ غونډي ته د وينا پر وخت نوموړې وويل چي ددې پروژې د پيلولو لپاره د پاکستان د اطلاعاتو وزارت، ريډيو پاکستان، پاکستان ټيلي ويژن او د خيبر پښتونخوا حکومت وړانديزونو ته به وروستی بڼه ورکوي.

ددې په وينا حکومت د ټولنیزې ميډيا له لاري په قبائلي سيمو کي بدلون راوستل غواړي.

په بيلا بيلو قبائلي سيمو کي داوخت هم يو شمير ناقانونه ايف ايم اسټیشنونو کار کوي چي له لاري يي اورپکي د خپل سوچ اسلام خوروي او خلک جګړي ته هڅوي.

خو حکومت د دوی د مخنیوي لپاره لا د وړاندي په خيبر ايجنسی، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کي څلور ريډيو اسټيشنونو لګولي دي چي په کي د جنوبي وزيرستان په واڼه کي حکومتي اسټيشن د اورپکو د بريد وروسته بند شو.

پوښتنه دا ده چي آيا د حکومت پلان شوې دا پروژه به څومره کاميابه وي چي خلک په تيره بيا ځوانان له سخت دريځۍ را وګرځوي او په عادي خلکو کي شعور عام کړي.

دا او ورسره تړلي د نورو پوښتنو ځواب عبدالحی کاکړ د مشال تر رڼا لاندی بحث کي د لټولو هڅه کړې ده.

دسینټ د اطلاعاتو او نشریاتو د قایمه کميټۍ غړی سنيټر غلام علی، د خيبر ايجنسۍ دحکومتي ريډيو پخوانی کارکوونکی طيب اپرېدی ، د سوات يو خبريال او څيړونکۍ فضل ربي راهي او په پيښور کي د ميډيا د پرمختګ لپاره کارکونکې ادارې دانټر ميډيا مشر اورنګ زيب خان ددې بحث ميلمانه دي.
XS
SM
MD
LG