د لاسرسي ځای

د کراچۍ پر بده وضعه د صدر په مشري غوڼده


د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې په یوه غونډه کې د کراچۍ د امنیت په ټینګولو او د ټولو سیاسي ګوندونو سره په سلا مشورې خبرې شوي دي.

بل پلو دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي دکراچۍ ښار په هره څنډه کې چې امنیت خراب و دوی به عملیات کوي.دی زیاتوي ،" ورانکاري که په لیاري کې وي ، که کوم بل ځای کې موږ به ورپسې ځو ، نن که مو دلته پر دوی لاس واچولو سبا به په بله سیمه کې ددوی مخه ونیسو . زمونږ استخبارات چې مونږ ته د هرې سیمې نه خبر راکړي موږ به هلته ورځو او وران کاري به نیسو .٬٬

په کراچۍ کې د تیرې یوې اونۍ د بد امنۍ په پېښو کې تر سلو پورې کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG