د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ژوره ستونزه


28 کلن عمران د نامالومه وسلوالو په ډزو ټپي شوی چې اوس تر درملنې لاندې دی
28 کلن عمران د نامالومه وسلوالو په ډزو ټپي شوی چې اوس تر درملنې لاندې دی
فارن پاليسي مجلې د کراچي د روانو حالاتو په اړه يو مقاله خپره کړې ده چي ليکي، په کراچي کي پوځي عمليات کول که څه هم روان تاوتريخوالی درولای شي خو دا د دې ښار د مسلې مستقل حل نه دی ځکه چي د سياسي لارو چارو دغه کړکېچ ته په بهتره توګه د پای ټکی اېښودل کېدای شي.

په فارن پاليسي مجله کي شهريار مرزا ليکي، په کراچي کي د تيري يوې اونۍ راهیسي څه باندي سل کسان ووژل شول او د صوبه سند د اطلاعاتو وزير دا کار د ترهګرو، قاتلانو، مافيا او جرايم پېشه خلګو وباله. د کراچي د مسلې د لامل او د دې د حل په اړه ډيري خبري پخوا هم شوي دي خو په روان وخت کي د تاوتريخوالو په پيښو کي بلوڅان هم په نښه شوي دي. په دې ښار کي په شرمناکه توګه د لسانيت ټکي ته هوا ورکول کيږي. اېم کيو اېم چي څه باندي يوه لسيزه وړاندي يې له نامه څخه د مهاجر کليمه ليري کړه، اوس يو ځل بيا د خپل ګوند او ټولني غړو ته د مهاجر نوم ورکوي چي د دوی په وينا په نښه کيږي. د دوی دا کار به يو ځل بيا زاړه زخمونه تازه کړي او لساني تاوتريخوالی به زيات کړي. بلي خوا ته پښتون ملتپاله عوامي نېشنل ګوند او واکمن پاکستان پيپلز ګوند هم د لسانيت کارډ کاروي. په همدې خاطر په کراچي کي د هر توکم خلګ د ژبي پر بنياد د ځان شناخت کوي چي اوس بلوڅان هم د دې ښکار شوي دي.

ليکوال پر مخ ليکي، په کراچي کي د تاوتريخوالي د روانو حالاتو له کبله چي هره ورځ د ښار بازارونه بند شي نو د يونيم ارب روپو څخه تر پنځه اربه روپو پوري تاوان کيږي. له همدې کبله په کراچي کي د پاکستان چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري اتحاديې ږغ وکړی چي د دې ښار د حالاتو د کنټرولولو لپاره دي پوځ را وغوښتل شي. دا خبره يو شمېر ښاريان او د قانون پلي کونکو ادارو کسان هم کوي. خو د ليکوال په خبره دا څرګنده نه ده چي پوځي عمليات به څنګه کيږي؟ آيا دا به يوازي په هغو نهو سيمو کي کيږي کومي چي د سند د صوبايي حکومت لخوا حساسه ګرځول شوي دي يا حکومت به پوځ هغو سيمو ته هم ليږي چيري چي د دوی يا د دوی د اتحادي ګوندونو اېم کيو اېم او اې اېن پي واک دی؟ آيا دوی به چاڼيز عمليات کوي او چاپې به وهي که به يوازي د سيمي امنيت ساتي؟ خو د ليکوال په وينا دا خبره ګرانه ده چي حکومت د پوځي عملياتو ملاتړ وکړي ځکه چي دوی نه غواړي چي تر انتخاباتو وړاندي خپل اتحاديان خپه کړي او ووټونه له لاسه ورکړي.

ليکوال زياتوي، پوځ د کراچي د روانو حالاتو حل نه دی. د پوځ موجودګي به په کراچي کي په عارضي توګه امن پر ځای کړي خو دا د مسلې پايداره حل نه دی او د دوی په ستنېدوسره به حالات يو ځل بيا له تاوتريخوالي سره مخاخ شي نو دا ګرانه ده چي د حکومت لخوا دي د امنيتي پلانونو په اړه خلک اميدواره وي ځکه چي په تيرو دوو کلونو کي په دې ښار کي د امنيت لپاره يو شمېر عمليات وشول او يو شمېر کسان ونيول شول خو څه خاص نتيجه يې ورنکړه.

ليکوال په پای کي ليکي چي په کراچي کي پايداره امن هغه وخت راتلای شي کله چي سياسي ګوندونه په خپلو کي اصلا حات راولي او له يو بل سره مخامخ بې له څه ويري خبري اتري وکړي.
XS
SM
MD
LG