د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې تریخ ، لږ جوت نسلي بغاوت


د بلوچستان یاغي بلوڅان
د بلوچستان یاغي بلوڅان


سرچینه : نيويارک ټايمز



۳۰ کلن براهمداغ بګټي د سويټزرلينډ په جينوا ښار کې په تور سوټ کې د بينک د يو کارکوونکي په څير ښکاري خو په حقيقت کې هغه په بهر کې اوسيدونکی يو بيلتون پاله مشر دی او له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ د اخیستو لپاره مبارزه کوي.

په نيويارک ټايمزکې ليکواله کارلوټا ګال ليکلي چې براهمداغ بګټي له ۲۰۰۶ کال راهيسې کله چې د هغه نيکه اکبر بګټي پاکستاني پوځ وواژه، په تيښته دی. د دې مقاله ليکواله ، کارلوټا ګال وايي چې د پاکستان له خوا د اکبر بګټي وژلو ياغيتوب ختم نه کړ بلکې د پاکستان دا ناولي جګړه يې نوره هم پسې سخته کړه. ليکواله زياتوي که څه هم په دې جګړه کې ډير خلک ورک شوي او وژل شوي دي خو په نړيواله کچه يې دومره پام ځکه ځانته نه دی اړولی چې دنيا د پاکستان په شمال مغربي قبايلو سيمو کې د طالبانو او القاعده خلاف جګړې ته ډيره توجه کوي.

په مقاله کې راغلي چې بلوڅ ملت پالو هيڅکله ځان د پاکستان برخه نه ده ګڼلي او له ۱۹۴۸ کال راهيسې يې پنځه ځله د دې ملک په خلاف وسله وال پاڅونونه کړي.

ليکواله کارلوټا ګال نيويارک ټايمز ليکلي کله چې پنځه کال وړاندې اکبر بګټي ووژل شو نو براهمداغ خپل نيزدې قبايلي مشران راغونډ کړل. هغوی ورته مشوره ورکړه چې له سيمې ووځي. د ايران سره د بلوڅانو اړيکې ښې نه دي. يوازينی ګاونډی هيواد افغانستان وو چې هغه ورته تللی شو. ورځپاڼې د براهمداغ بګټي له خولې ليکلي چې نوموړی د بلوڅ ساتونکو سره په غرنیو لارو افغانستان ته واوښت. وروسته د هغه مور، ميرمنه او دوه ماشومان هم په هغه پسې افغانستان ته لاړل. دلته د براهمداغ دريم ماشوم پيدا شو.

ليکواله کارلوټا ګال ليکي چې افغانستان د دوی لپاره خوندي نه وو او په اتلسو مياشتو کې يې اتلس ځله ځای بدل کړ. براهمداغ بګټي ورځپاڼې ته ويلي چې که څه هم دوی بهر نه وتل خو بيا هم پرې بريدونه کيدل. د نوموړي په وينا د هغه د وژلو لپاره پاکستان د طالبانو او القاعده ځانمرګي بريدکوونکي ورليږل. په مقاله کې ويل شوي چې د نړيوالو سفارتکارانو او د افغانستان د استخباراتو د چارواکو په وينا د کابل په وزير اکبر خان کې يو ځانمګری بريد په ځانګړي توګه د براهمداغ بګټي د وژلو لپاره ترسره شو خو نوموړي ته پکې کوم زيان ونه رسيد.


د ليکوالې په وينا دا په داسې حال کې ده چې پاکستان براهمداغ بګټي يو ترهګر ګڼي او په ښکاره يې د هغه د وژلو هيله څرګنده کړي ده. دوی څو څو ځله له افغانستانه د هغه د سپارلو غوښتنه کړي او پر هندوستان يې په هندي قونصلګريوو کې د بلوڅ ياغيانو د ساتلو او ملاتړ کولو تورونه لګولي دي.

ليکواله کارلوټا ګال د اړونده چارواکو له خولې ليکلي چې د پاکستان له خوا د براهمداغ بګټي په اړه شکایتونه دومره جدي شول چې امريکا او د ناټو غړو هيوادونو له افغانستان څخه وغوښتل چې هغه کوم بل ځای ته وليږلي. هم هغه وو چې نوموړی يو کال مخکې د خپلې کورنۍ سره سويټزرلينډ ته ورسيد او سياسي پناه يې واخيسته.

کارلوټا ګال ليکي چې که څه هم براهمداغ بګټي وايي په سياسي مبارزه يقين لري خو د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکی هم دی. ليکوالې د نوموړي له خولې ليکلي چې بلوچان په سياسي لارو چارو د مسلې حل کول غواړي خو پاکستان له تشدده کار اخلي. نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې يو سياسي ګوند جوړ کړ او تراوسه يې ګڼ سياسي مشران په جلاوطنۍ مجبوره شوي دي. لږ تر لږه اوه غړي يې وژل شوي او د مرکزي کميټې ګڼ غړي يې ورک دي.

ليکواله کارلوټا ګال د بشري حقونو د ادارې هيومن رايټس واچ د يو رپورټ ترمخه ليکلي چې د براهمداغ بګټي د سياسي ګوند ۷۶ کلن مشر، بشير عظيم دوه کاله وړاندې د دوو مياشتو لپاره په زندان کې د تشدد لاندې وو چې پکې وهل ټکول او هغه له پښو راځوړندول هم شامل وو. براهمداغ بګټي ويلي چې پاکستان هر هغه سياسي فعال وژني چې د بلوڅانو لپاره غږ پورته کوي.

همدغه انديښنه د بشري حقونو نړيوالو ادارو هم ښودلې. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا د انساني حقونو د څار اداري هيومن رايټس واچ په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ طريقې ورکول او وژل نومولي. د دې ادارې په وينا د ورکولو او وژلو د طريقو لاندې هره مياشت په اوسط ډول ۲۰ بلوڅان ورکيږي او وروسته يې په ګوليوو غلبيل شوي بدنونه د سړکونو په غاړه موندل کيږي. په دې کسانو کې بلوڅ وکيلان، زده کوونکي، ښوونکي او آن کم عمره کسان شامل وي.

براهمداغ بګټي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې کارلوټا ګل ته ويلي چې که پاکستان د غوښتنو لرونکو خلکو ټولې سوله ييزه لارې وتړي نو هغوی مجبوره دي چې د تشدد لارې خپلې کړي. نوموړي له امريکا څخه غوښتي چې په پاکستان پوځ دې مرستې ودروي چې د خلکو وژل ودريږي. براهمداغ بګټي د بلوچستان د راتلونکي لپاره خوشبينه نه دی خو وايي چې د يو ښه سباوون په هيله به خپله مبارزه جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG