د لاسرسي ځای

قذافي تر وروستۍ سلګۍ د جګړې هوډ کړی


یاغیانو په طرابلس کې د قذافي مرکز ونیولی

یاغیانو په طرابلس کې د قذافي مرکز ونیولی

د لیبییا مشر معمر قزافي په سرښار طرابلس کې د هغه پر مرکز د یاغیانو د یرغل وروسته د شهادت یا بري لوړه کړې .

ځايي ټي وي چینلونه وایي، چې قذافي نن ګهیځ په خپل یوه پیته شوي پیغام کې ويلي چې هغه له خپله مرکزه تېکتیکي خوزښت کړی دی.

قذافي چې دا مهال یې لا ځای ځایګۍ نه دی مالوم ، ويلي هغه په پټه په طرابلس ښار کې ګرځېدلی دی او د هغه یو ویاند وايي چې قذافي د یاغیانو پر وړاندې د میاشتو یا ان تر کلونو پورې مقاومت ته تیار دی.

موسی ابراهیم د قذافي پلوي چینلونو ته په ټيلي فون ويلي چې د هغه ملاتړي ځواکونه به لیبییا په اورشیندونکي غره واړوي.

نن هم په طرابلس کې د جګړې رپورټونه دي. د یاغیانو یو ویاند ويلي چې د قذافي پلوي ځواکونو په سرښار کې د استوګنو پر سیمو توغندي توغولي دي.

العربیه ټيلی ویژن ويلي د قزافي پلوي ځواکونو د زواره او اجیلت په ښارونو کې بمباري کړېده.


ضدونقیص راپوټونه

راپورونه وايي، یاغیان تیر ماښام د قذافي د اوسېدو ځای ته ننوتل.

د لیبیا د حالاتو په اړه ضد اونقیض راپورنه خپریږي، وړمه ورځ وویل شول چې د قذافي زوی سیف الاسلام د یاغیانو له خوا نیول شوی خو پرون هغه د خلکو په وړاندې څرګند شو .

سیف السلام چې ویل کېده د خپل پلار ځای ناستی دی، د طرابلس په هوټل کې چې یو زیات شمېر بهرني خبریالان په کې اوسي را څرګند شو او د خپل ځان د نیولو په اړه یي خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د لیبییا پر حالاتو نړیوال غبرګون

په سلګونو لیبیایي یاغیان پرون په لیبیا کې د معمرالقذافي مهم پوځي مرکز ته ننوتل، تر اوسه هم معلومه نه ده چې قذافي چیرته دی، ناټو وايي دې کې هیڅ شک نشته چې د قذافي رژیم ختمیدونکی دی.

ناټو پرون وویل، اوس چې یاغیانو د طرابلس زیاته برخه نیولې، د معمر قذافي د رژیم ړنګېدو ته زیات وخت نه دی پاتې.

د متحد ایالاتو بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولند پرون ناوخته د لیبیا د حالاتو په اړه په خپل رپورټ کې وویل:

”په دې کې هیڅ شک نشته، چې د قذافي رژیم نړېدونکې دی په دې کې هم هیڅ پوښتنه نشته، چې د خپلو خلکو لپاره به تر ټولو ښه کار چې دی یې کولای شي دا به چې ژر تر ژره له قدرته لري شي “.

د ناټو ویاند ډګروال رولاند لاویې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل،

”باید واضح ووایو، له هغو غالمغالونو سره سره چې په طرابلس کې اوریدل کیږي، د معمر قذافي رژیم له خپل قوته لویدلي او د ړنګېدو په حال کې دی، زموږ لپاره اوس مسله دا ده چې څه وخت به دا کار کیږي“.

ناټو وايي، د لیبیا د خلکو ملاتړ به کوي او هغوي به یواځې پرینږدي، ویکتوریا وايي:

”موږ د لیبیا له ویاړلو خلکو سره په دې تاریخې وخت کې ولاړ یو، د هغوي انتقال پیل شوي، انتقالی ملي شورا چې موږ ورسره هر ورځ او هر ساعت اړیکه لرو هڅه کوي، څو دې ته تیاره شي چې خپل هېواد د یو دیموکراتیک انتقال خوا ته بوځي، موږ به د دوي ملاتړ کوو او په دې وخت کې به د ملي وحدت، لپاره، ارامتیا او غچ نه اخیستو لپاره د دوي غږ منعکسوو“
XS
SM
MD
LG