د لاسرسي ځای

ملي امنيت د ګڼو دولتي چارواکيو وژونکي نيولي دي .


په کندهار کې د ځانمرګو بریدونونو یو نیول شوی روزونکی د رسنیو پر وړاندې وښودل شو

په کندهار کې د ځانمرګو بریدونونو یو نیول شوی روزونکی د رسنیو پر وړاندې وښودل شو




سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکي وايي چې هغه څلور کسيزه ډله يې نيولې ده چې په کندهار کې يې لوړ پوړي دولتي چارواکي وژلي او په پټکيو کې به يې چاودېدونکي توکي تړل.

نيولو شويو کسانو د يوې خبرې غونډې پر مهال ومنله چې له ډېره وخته را په دې خوا يې په کندهار ښار کې هدفي وژنې کولې ، ځانمرګيو بريد کوونکيو ته يې په پټکيو کې چاودېدونکي توکي ور تړل او د کندهار د ښاروال غلام حيدر حميدي په ګډون يې د دغه ولايت د علماوو شورا رييس مولوي حکمت الله حکمت ، د حج او اوقافو رياست دوه ريسان او د کليو د پراختيا رياست يوه ښځينه کار کوونکې راضيه وژلې ده .
په کندهار کې له نیول شویو وسله والو ترهګرو سره چونکي توکي او وسله هم ترلاسه شوې


د سيد محمد په نامه د نيولو شويو کسانو له ډلې يو تن وايي چې د کندهار ښاروال ته يې ځانمرګى بريد کوونکى د پاکستان له چمن څخه راغوښتى وو او درې ورځې يې په کندهار کې هم روزنه ورکړې وه.

” له چمن څخه مو ځانمرګي راغوښتى وو چې اغا جان نومېده . زه هلته ورغلم او دى مي راوست درې شپې مو د حاجي اغا په جامع جومات کې وساته بيا مو کور ته بوت هلته يې يوه شپه وکړه لنګوټه او ماين مو سره ور وتړل او په سبا مو په سپينه کرولا کې ښاروالۍ ته يووړ ، هلته په ښار وال ځان وچوو او ښار وال يې وواژه. “

د ځانرګو برید کونکو یو نیول شوی روزونکی

سيد محمد وايي چې د ښاروال تر وژلو وړاندې يې د ولسمشر کرزي د وژل شوي ورور احمد ولي کرزي د فاتحې د مراسمو پر مهال هم يو تن ځانمرګي بريد کوونکي ته په پټکي کې چاودېدونکي توکي ور تړلي وو او د علماوو د شورا د ريس يې مولوي حکمت الله حکمت عکسونه هم ورکړي وو چې وروسته يې ځانمرګى په وژلو بريالى شو.

دده په خبره په دې سربېره يې په کندهار کې ډېرى قومي مشران او دولتي چارواکي هم وژلي دي .

د کندهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال محمد نعيم مومن وايي، چې نيول شوي ټول کسان افغانان دي خو روزنه يې تر پولې ها خوا په پاکستان کې شوې ده .

” دا د دې وطن کسان دي خو زمونږ دښمنانو چې تر خط ها خوا دي هغوى روزنه ورکړې ده. په لنګوټو کې د بمونو تړلو چل هم هغوى ورښودلى وو چې دوى بيا دلته له لنګوټې څخه غلطه استفاده وکړه . د کندهار په سره جامعه کې يې په پټکي کې تړلى ماين ولوزاوو، ښاروال يې هم په همدغسې ماين وواژه او په هلمند کې يې هم د ورته بريد پلان درلود خو بريالى نه شو . دا کسان د افغانان کلتور ، مذهب او دين وژني دوى د افغانانو د دين دښمنان دي. “
د ځانمرګو بریدکونکو یو نیول شویو روزونکیو په کندهار کې رسنیو ته وښودل شو

بريد جنرال مومن وايي، چې تر اوسه پورې يې ډېرى داسې کسان نيولي دي چې تر دې وړاندې هم دوى نيولي وو خو ځينو دولتي چارواکيو بېرته خوشي کړي وو . دده په خبره قومي مشران او دولتي چارواکي بايد د نيولو شويو مجرمينو چې هغوى په خپلو جرمنو اعتراف هم کړى وي د خوشي کولو د پاره له دوى څخه غوښتنه ونه کړي .

” تاسي باور وکړئ دا اوس د يوې دولتي ادارې مسول ماته راغلى او د هغه کس په اړه چې د قومندان زړګي خاص کس وو چې هغه د کندهار د ټولو چاودنو مسوليت په غاړه اخلي د هغه په اړه يې راته ويل چې خېر دى خوشي يې کړه بيا به داسې نه کوي. زه له ټولو قومي مشرانو او دولتي چارواکيو هيله کووم چې که له موږ سره مرسته نه شي کولاى نو دغسي مجرمين چې په خپلو جرمونو يې اقرار هم کړى وي هغه دي له موږ څخه نه خلاصوي په دې سربېره له ولسمشر څخه هيله لرم چې هغوى يوه اختصاصي محاکمه جوړه کړي چې دغو مجريمنو ته په خپله سزا ورکړي. “

څو ورځې وړاندې هم د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکيو د کندهار او زابل تر منېځ په شهر سپا سيمه کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او د ځانمرګيو بريد کوونکيو دېرش واسکوټونه نيولي وو چې د دوى په خبره د پاکستان له کراچۍ څخه د کباړي مالونو په جوالونو کې رالېږل شوي وو .
XS
SM
MD
LG