د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي زوی ازاد دی ،یاغیانو نه دی نیولی


سیف الاسلام نن سهار د طرابلس په یو هوټل کې راڅرګند شو.د اګست ۲۳ مه نېټه ۲۰۱۱م کال
سیف الاسلام نن سهار د طرابلس په یو هوټل کې راڅرګند شو.د اګست ۲۳ مه نېټه ۲۰۱۱م کال


د معمر قذافي زوی سیف الاسلام چې یو وخت د خپل پلار ځای ناستی بلل کېده په طرابلس ښار کې نن د مظاهره چیانو پر وړاندې راڅرګند شو ،او هغه ګنګوسې یې دروغ وبللې چې دی د یاغي ځواکونو لخوا نیول شوی وو.

نوموړی نن سهار د طرابلس په یو هوټل کې راڅرګند شو چې پکې ګن بهرني خبریالان میشت دي،او د هغه د نیولو رپوټونه یې ردول.


هغه وویل : پلار یې قذافي خوندي دی ، او طرابلس د یاغیانو لاس ته نه دی لویدلی. نوموړي زیاته کړه ، لومړی زه د ټولو افواهانو تردید کوم ، ناټو او غربي نړي جدید تخنیک لري ، او هغوی مواصلاتي لارې جام کړي او بند کړي دي. هغوی د لیبیانا شبکې د لارې د لیبیا خلکو ته خپل پیغام رسوي ، زما په خیال هغوی د سرکاري ټیلي ویژن نشریات بند کړي دي. هغوی د ګنګوسو د خورولو لپاره یو بریښنايي جنګ پیل کړی . ٬٬


خو بل پلو یاغیانو د دوه شنبې په ورځ ویلي وو چې سیف الاسلام یې نیولی ، او د جرمنو نړیوال عدالت ، چاته چې هغه د جنګي جرمونو په ترڅ کې مطلوب دی ، هم دهغه نیول تایید کړي وو .

دا پرمخ تګ په داسې حال کې شوی چې دلیبیا دحکومت یاغیان دعوه کوي چې د طرابلس ښار واک ټینګوي.

سف الاسلام وايي حکومتي ځواکونه د یاغیانو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ کوي.هغه وویل د لیبییا مشر خوندي دی خو دهغه ځای ځایګۍ یې ونه ښود.

نړیوالو مشرانو په قذافي ږغ کړی چې واک دې په پرامنه توګه وشپاري چې د نورې وینې تویونې مخه ونیول شي.

یاغیان په دوشنبه طرابلس ښار ته ننوتل او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د روانې جګړې مخ یې واړولو،چې د شمالي افریقا په دغه هیواد کې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې د قذافي واکمني ختمولو لپاره مبارزه کوي.

د لیبییا پر راتلونکې شننه

په انډیپندنټ ورځپاڼه کې پیټرک کاکبرن لیکي، په لیبیا کې خانه جنګی د تمې نه اوږده شوه، او زیاتوی ، په ۲۰۰۱ م کال کې په کابل او ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې داسې حالات نه وو، څنګ چې په لیبیا کې اوس هم خلک د دغه رژیم په حق کې راوتلي.
ورځپاڼه وایې، که څه هم دا په ډاګه ده چې قذافی واک له لاسه ورکړی، خو دغلته لا مالومه نه ده ، چې په موجوده وخت کې واک د چا په لاسو کې دې. د لیبیا منځمهالی قامې کونسل چې د نړۍ یو شمیر هیوادونو د لیبیا د یو قانوني حکومت په توګه پیژندلی، اوس یې هم د واک او حیثیت په اړه څه نشی ویل کیدې.
په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو خلاف خلکو ته د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو مرسته تر لاسه وه، او په لیبیا کې د یاغیانو سره د نړیوالو هوایې ځواکونو لخوا مرستې کیږي. او په عراق کې امریکا ډیر به اسانه صدام حسین ته ماتې ورکړه، او د د دغه هیواد د بحث پارټي خلک یې د واکه لرې کړل . په عراق کې ډیرو خلکو د صدام حسین په تلو خوشحالي څرګنده کړه، خو د هغه وروستو چې دغه هیواد به څوک چلوي ، د عراق خلک یې د سختو مشکلاتو سره وړاندې کړل.
لیکوال پیټرک کاکبرن وایې ، ایا د عراق غوندې حالات به په لیبیا کې رامکنځ ته کیږي او که نه. او دا چې د طرابلس په ګډون به په نورو تیل بیدا کونکو ښارونو کې د د روانو حالاتو له عمله بې روزګاره شوو خلکو ته به بیا خپل روزګارونه تر لاسه شي او که نه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG