د لاسرسي ځای

قذافي دې واک پرېږدي: کیمرون


په نړۍ کې مشرانو پر لیبیايي مشر معمر قذافي غږ کړی دی چې واک دې پرېږدي.

یاغیان د نوموړي د واک پای ته د رسولو لپاره جنګېږي او د پلازمېنې طرابلس د زیاتره برخو کنټرول یې تر لاسه کړی دی. د برېتانیې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون نن ویلي د قذافي رژیم ماتېږي. نوموړي پر لیبیايي مشر غږ وکړ چې جګړه دې بې له څه شرطه ودروي: ((زه غواړم قذافي د خپلو جرمونو لپاره عدالت وویني. هغه د خپلو خلکو پر ضد زښت او خپه کوونکي جرمونه کړي دي، خو لیبیا خپلواکه هېواد دی. دا اوس د لیبیا پر نویو چارواکو ده چې څه ورته سم ښکاري هغه دې له قذافي سره وکړي.)) ناټو تر دې مخکې نن په لیبیا کې د واک د سوله ییز انتقال غوښتنه وکړه. تر اوسه نه ده مالومه چې قذافي چېری دی. د نوموړي زوی سیف الاسلام نیول شوی دی او د بل زوی محمد قذافي په اړه رپورټونه دي چې په کور کې نظر بنده دی. د جنایت نړیوال عدالت ویلي په دې لټه کې دی چې سیف الاسلام ورته وسپارل شي. پلار او زوی دواړه د بشریت پر ضد د جرمونو لپاره د جنایت نړیوال عدالت تورن کړي دي.
XS
SM
MD
LG