د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې له تړانګې پر اسراییل توغندي ورول شوي


د اسراییل پوځي چارواکو نن ویلي د هېواد پر جنوب یې بېګا د شپې پر مهال د غزې له تړانګې راکټونه ورول شوي دي.

د غزې تړانګه د حماس تر واکمنۍ لاندې ده. پولیس وايي په دې بریدونو کې هیڅ کس نه دی ژوبل شوی. د دې بریدونو په ځواب کې اسراییل پر غزې هوايي برید وکړ. د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسراییل و مصر له پولې سره نېږدې پر اسراییل برید شوی وو. په دې برید کې اته اسراییلیان ووژل شول او اسراییل د دې تور په غزه کې پر مېشتو اورپکو پورې کړ. د اسراییل په ځوابي کار روايي کې شا و خوا ۱۵ فلسطینیان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG