د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا د ظالم له لاسونو وځي: اوباما


د لیبیا په پلازمېنې طرابلس کې د روانو پېښو په غبرګون د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي دا هېواد د ظالم له لاسونو د وتو په حال کې دی.

په یوه بیان کې اوباما ویلي د معمر قذافي او د یاغیانو تر منځ جګړه د ((ځانګړي بدلون حال)) ته رسېدلې ده. ده ویلي د لیبیا راتلونکې اوس د لیبیايي وګړو په لاس کې ده او دا چې امریکا به د هېواد د ډیموکراسۍ پر لور د انتقال ملاتړ ته دوام ورکوي. امریکايي ولسمشر ژمنه کړې ده چې په ډېره همغږۍ به له یاغیانو سره کار کوي. اوباما زیاتوي: ((امریکا به په بیا بیا دا وايي چې د لیبیايي ولس د بنیادي حقونو درناوی دې وشي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG