د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګاونډي هېوادونه افغان ماشومان ځانمرګي جوړوي


د کندهار والي توریالی ویسا
د کندهار والي توریالی ویسا


سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا ادعا کوي ځينې ګاونډي هېوادونه له هغو افغان ماشومانو چې هلته دينې زدکړې کوي له دوی څخه ځانمرګي بريد کوونکي جوړوي او بيا يي افغانستان ته رالېږي. ويسا دغه خبرې د يوې خبرې غونډې پر مهال خبريالانو ته کړې دي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايي چې په تېرو څو ورځو کې په کندهار کې امنيتي چارواکيو څلور تنه داسې ماشومان نيولي دي چې پلرونو يې له هېواده بهرد ديني زدکړو د ترلاسه کولو په موخه لېږلي وو او هلته ورته د ځانمرګيو بريدونو او بمي چاودنو روزنه ورکول شوې وه.

ډاکټر ويسا وايي چې دغه ماشومان په داسې حال کې نيول شوي چې ځينو يې د ځانمرګو بريد کوونکيو واسکټونه اغوستي وو او ځينو يې د تګ راتګ په لارو کې ماينونه ښخول.

دده په خبره پلرونه بايد د خپلو ماشومانو څارنه وکړي چې چېرته ځي او له چا سره راشه درشه لري.


(( د سپين بولدک په لسوالۍ کې دوه تنه ماشومان نيول شوي ، د يوولس او لسو کالو په شا و خوا کې وو او غوښتل يې چې ځانمرګي بريدونه يې وکړي. دوى واسکټونه هم اغوستي وو . دوه تنه نور ماشومان چې د ژړۍ او ارغنداب ولسواليو په شا و خوا کې يې ماينونه خښول هم نيول شوي دي ، زما له ټولو پلرونو څخه دا غوښتنه ده چې د خپلو اولادونو څارنه دي وکړي چې چېرې ځي او له چا سره اړيکې لري. ))


په دې وروستيو وختونو کې د نيولو شويو ماشومانو زياته برخه چې ځانمرګي بريدونه يې کول هغه ماشومان وو چې پلرونو يې له هېواده بهر د دينې زدکړو د ترلاسه کولو په موخه مدرسو ته لېږلي وو. ډآکټر ويسا وايي چې دا مهال په کندهار کې د دوو سوو په شا و خوا کې دينې مدرسې جوړې شوې دي او له دې سره نو ګاونډي هېواد پاکستان او نورو سيمو ته د ديني زدکړو لپاره د ماشومانو د لېږلو ستونزه ختمه شوې ده.

(( د نيم سل او دوو سوو تر مابين دغه ديني مدرسې جوړې شوې دي. اوس ضرورت نشته چې خپل اولادونو د زده کړو د پاره له هېواده بهر وليږو او د خپلې فاميلي له غېږې څخه يې لېري کړو ، هيڅ څوک ماشومان د مور او پلار مينه نه شي ورکولاى ))

د ډاکټر ويسا په خبره د دوو سوو ديني مدرسو په جوړولو سربېره دا مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼ شمېر نوي او زاړه ښوونځي هم بېرته پرانستل شوي دي چې نجونې او هلکان دواړه کولاى شي پکې زدکړه وکړي.

(( د ارغنداب ، ډنډ ، ژړۍ او پنجوايي ولسواليو د فعاله کېدو سره ګڼ شمېر هغه ښوونځي چې مخکې تړل شوي وو بېرته خلاص شول ، په هغه ځاى کې شاګرد شته او دزکړې ته علاقه مندي شته هلته مونږ په هر صورت ښوونځى خلاصوو ، ما د کندهار ټولو ولسوالانو ته ويلي دي چې د مکتب په خلاصېدو کې هيڅ ډول مشکل نشته که چېرې د غاړې کالي هم خرڅوو بايد ښوونځي جوړ کړو ))

که له يوې خوا دولتي چارواکي خپل وسله وال مخالفين په دې تورنوي چې په جکړه کې له ماشومانو کار اخلي نو بله خوا بيا وسله وال دولتي چارواکي ګرم بولي چې ګواکې د دوى په خبره تنکي ماشومان يې په پوليسو کې شامل کړي دي.
XS
SM
MD
LG