د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند په کشمیر کې ډله ییز قبرونه موندل شوي


تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې د هند حکومت ضد مظاهره چیانو باندې اوښلن ګېس غورځول شوی .نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۰م کال
تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې د هند حکومت ضد مظاهره چیانو باندې اوښلن ګېس غورځول شوی .نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۰م کال

په هند کې د بشری حقونو سرکاري ادارې د درېو کالو دتحقیقاتو وروسته خپل یو رپورټ کې ویلي دهند د انتظام لاندې کشمیر کې په لسګونو داسې بې نښې اجتماعي قبرونه موندل شوي چۍ پکې د دوؤ زرونه زیات کسان ښخ کړې شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په دې ناآرامۍ کې د هند دحکومت لخوا هم بشرې حقونه تر پښو لاندې شوي دي. چې پکې خلکو ته په لویه پیمانه د عدالتي کاروايي نه بغیر وژنې اونور یو شمیر اذیتونه ورکړې شوي دي.

ګارډین ورځپاڼه په هندوستان کې د بشري حقونو د حکومتي ادارې د رپورټ ترمخه لیکي دغه اجتماعي قبرونه په کشمیر کې دپاکستان او هند ترمنځه کرښې یا کنټرول لاین سره نزدې په لسګونو کلیو کې موندل شوي. چې په اته دیرش بیلا بیلو ځایونو کې دي، نښې پرې نشته او پکې ۲۱۵۶ ناپیژندل شوي مړي ښخ کړې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ځای خلکو او مشرانو په وار واردثبوتونو سره ددې قبرونو ذکر کړې وو خو په دې لړ کې په اول وار دا سرکاري رپورټ مخې ته راغلې دې. دا رپورټ دیو پولیس چارواکي په مشرۍ کې یوولس کسیزه ډلې د دریو کالو تحقیقاتو په رڼا کې تیارکړې دی. د بشري حقونو یو شمیرنړیوالو ادارو وخت په وخت د هند له حکومته ددې تحقیقاتو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي دهند دانتظام لاندې کشمیر کې دتیرو ۲۲کلنو راهیسې نا آرامي او یاغي توب روان دې چې د۱۹۹۰ په لسیزه کې ډیر زیات شوې وو. په دې موده کې په دغه سیمه کې خوا اوشاه اویا زره کسان وژل شوي دي چې دورځ پاڼې په وینا پکې د پاکستان ملاتړي بیلتون پاله وسله وال هم شامل دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په دې ناآرامۍ کې د هند دحکومت لخوا هم بشرې حقونه تر پښو لاندې شوي دي. چې پکې خلکو ته په لویه پیمانه د عدالتي کاروايي نه بغیر وژنې اونور یو شمیر اذیتونه ورکړې شوي دي. پولیس ددې مړو په اړه ځايي خلکو ته ویلي چې دا نامالومه وسله وال دي او دوي سره د مقابلې پرمهال وژل شوي دي. او بیا یې د ځايي خلکو په مرسته په اجتماعي قبرونو کې ښخ کړي دي.

ورځپاڼه د هند د بشري حقونو دادارې ددې سرکاري رپورټ په باب وايي چې په دې لړ کې یې د پخواني پولیس افسرانو، د کلیو د مشرانو، ملایانو، د ګورکنو او د هدیرو د څوکیدارانو سره خبرې کړي دي. په دغه پولیس مقابلو کې زیاتره دروغجنې وې. چې د پولیس چارواکو دخپلې ترقۍ او ذاتي ګټې لپاره ترسره کړي.

د تیرکال په ګرمیانو کې دغه ډول یوې دروغجنې مقابلې په کشمیر کې ډیرې بلوې راپورته کړې وې. بلخوا دهند حکومت په انتظامي توګه د دا ډول خبرنو ردونه کوې او وايي چې دوي به د تحقیقاتو وروسته په دې پیښو کې ککړ کسانو ته سزا ورکوي.

ورځپاڼه د ویکي لیکس دیو خبر په حواله لیکی د ریډکراس نړیوالې ادارې غړیو په نوي ډلي کې امریکايي سفارتخانې ته ویلي دهند دانتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو ناحقه نیول او اذیت ورکول روان دي.
XS
SM
MD
LG