د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا د تعلیم وزیر په مرګوني برید کې ټپي شوی


د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک له زدکوونکو سره خبرې کوي
د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک له زدکوونکو سره خبرې کوي


د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک په یوه قاتلانه بريد کي زخمي شوی دی.

د مشال راډيو خبر يال وايي ښاغلي بابک بيګاه ناوخته له بونيره پيښور ته له خپلو ساتونکو او يو رشته دار سره په یو ګاډي کې روان وو چي له صوابۍ سره نژدې د بونير له چنګلي غره سره نژدې پرې نامالومه کسانو ناتاره ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې ګاړۍ په یوه کنده کې پرېوتو او د هغه ښی لاس مات شوی دی خو له ډزو روغ رمټ راوتی دی.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د تعلیم صوبايي وزیر سردار حسین بابک وويل،چې کله دوی د چنګلۍ غره په سېلمه سیمه کې د یوه مشکوکه ترهګر احسان شاه کور ته نژدې شولو چې پاکستاني پوځ یې ورته په خپلو عملیاتو کور وران کړی وو، نو دلته ورباندې ډزې وشوې.دی زیاتوي چې د ډزو له وجې د دوی ګاړۍ بې قابو شو او کندې ته وغورزېدۍ.


تر دا مهال ددې بريد پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې خو سردار بابک وايي چې ددې بريد تر شا د بونير د هغه شرخوښو لاس دی چې لا نه دې نیول شوي او نه په پوځي عملياتو کې له مينځه تللي دي.
XS
SM
MD
LG