د لاسرسي ځای

تازه خبر

یاغیانو طرابلس ونیو


په بن غازي کې خلک د طرابلس په نیولو
په بن غازي کې خلک د طرابلس په نیولو

د طرابلس نیول

د لیبیا په پلازمېنې کې د معمر قذافي له ودانۍ سره نېږدې د سختو ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.
د معمر قذافي وداني په مرکزي طرابلس کې ده. په دې هېواد کې یاغیان د معمر قذافي د واک د ختمولو لپاره جنګېږي.

رپورټونه وايي نن یاغیانو د شا و خوا ټول ښار واک تر لاسه کړی دی. دوی له لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي. تر اوسه نه ده مالومه چې لیبیايي مشر معمر قذافي چېرې دی. خو د ده یو زوی سیف الاسلام نیول شوی او بل زوی محمد قذافي یې په کور کې نظر بنده دی.

کله چې یاغیان د شپږو میاشتو تر جګړې وروسته طرابلس ته ورسېدل نو په زرګونه خلک د شپې پر مهال په طرابلس کې خوشالۍ ولمانځلې.
د یکشنبې په ورځ معمر قذافي په یوه غږیز پیغام کې، پر خپلو ملاتړیو غږ وکړ چې طرابلس ته دې راشي او ښار دې وژغوري. ناټو په لیبیا کې د واک د سوله ییز انتقال غږ کړی دی.

د طرابلس په لارو کوڅو کې د سترګو حال

د لیبییا په سر ښار طرابلس دپاکستان په سفاراتخانه کې یو کارکونکی محمد شوکت ظهیر چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ یو اوسېدونکی دی
د مشال له همکار مجید بابر سره په خبرو کې د خپلو سترګو لیدلي حال کې وايي چې ښار د واکمن معمر قذافي د مخالیفینو تر ولکې لاندې راغلی او ددې ښار ډېری اوسېدونکي د ګرین چوک چې اوس یاغیانو ورته د شهیدانو د چوک نوم ورکړی پر لور روان دي او یو بل ته پر دغه بریا تبریکي وايي.او خلک د خوشحالی ډزې کوي.

د طرابلس په لارو کوڅو کې د سترګو حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دده په خبره چې په ښار کې امن دی او وايي چې په لارو کو څو کې یې مړي نه دې لیدلي.

دی وايي، چې اوس په ښار کې دوکانونه ،رېستورانونه تړل شوي دې او خلک د خوراکي شیانو له کمي سره مخامخ دي.خو ده تمه وښوده چې سبا یا بل سبا کېدای شي دوکانونه بیرته پرانیستل شي.

د ښار سپارل

شوکت ظهیر وايي چې د قذافي ملاتړو ځواکونو بې له جنګه د ښار واک یاغیانو ته وسپارل خو دی زیاتوي چې دوه ورځې وړاندې د طرابلس په څنډو کې ۱۶ کلومیټره لرې د تجورۍ په سیمه کې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

شوکت زیاتوي چې کله یاغیان ښار ته دننه شول نو خلکو سره یې ډېر ښه سلوک کولی ،دده په خبره نه د چا کور ته ننوتي دې او نه یې هم چا ته څه ویل بلکه یوازې په کوڅو او لویو لارو کې ګرځي او خپلې جنډۍ لګوي.

د لیبیا په باب نړیوال غبرګون

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي چې په لیبیا کې جګړه د یوه خاص بدلون راوستلو حد ته رسېدلې ده. او د هغه په خبره لیبیا د یوه ظالم له واکه د خلاسېدو په درشل کې ده.
برتانوي حکومت هم ویلي چې دا اوس څرګنده شوېده چې په لیبیا کې د معمر قذافي واک پای ته رسېدونکی دی. او قذافي دي د خپل ولس د ژغورنې لپاره نور له واکه لاس واخلي.
نېټو چې د هوايي بمباریو له لارې د یاغیانو ملاتړ کوي وايي ، د معمرقذافي واک له ماتې سره مخامخ دی او نېټو به له یاغیانو سره په ګډه کار کوي.

د معمر قذافي د ویاند څرګندونې

تر دې وړاندې د معمر قذافي ویاند موسی ابراهیم نېټو په دې تورنه کړه چې د یاغیانو د مرستې لپاره یې بریدونه زیات کړي دي.
ً نېټو د طرابلس او د دې ښار په شاوخوا کې بریدونه زیات کړي دي. چې له یاغیاني ځواکونو سره بېړنۍ او نېغ په نېغه مرستې کوي چې هغوي د دې امن خوښوونکي ملت پلازمېنې ته ورسوي او د وژل شوو شمېر تر اندازه تېر شوی دی ً .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG