د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسي جرګې نهه تنه غړي فارغه شو


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

نقیب الله متونوال -خوست

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اتوار يا يکشنبې په ورځ پريکړه وکړه، چې د ولسي جرګې له معترضو کانديدانو څخه ٩ تنه بريالي دي او پرځاى به يې د ولسي جرګې اوسني ٩ تنه، چې مخکې کمېسيون بريالي اعلان کړي دي، په جرګه کې خپل غړيتوب له لاسه ورکوي.د دې کمېسيون له لوري ناکام اعلان شوي د ولسي جرګې غړي وايي، هېڅوک نه شي کولاى چې دوى له ملي شورا څخه وباسي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو نهو کسانو نومونه اعلان کړل، چې په اوسنى ولسي جرګه کې ناست د نهو کسانو ځای ناستي او وکیلان به شي.

د ټاکنود خپلواک کمیسیون داپرېکړه د ولسي جرګې د غړو اوپه ځانګړي ډول د قانون د ملاتړاېتلاف په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې دوی به هېڅه کله داپرېکړه ونه مني.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کابل کې د ولسمشرکرزي د حکم پر اساس د ولسي جرګې لپاره په ټاکنو د ادعا شویو درغیلو د څېړنې لپاره د ځانګړي محکمې او استېناف محکمې له څېړنو وروسته چې د دوی له خوا ۶۲ تنه معترض کاندیدان بریالي اعلان شوي وو، یواځې نهه تنه یې بریالي اعلان کړل ،چې د معنویي په خبره د پاتې ۵۳ کسانولپاره قانع کوونکي دلایل نه وو موجود.

د ټاکنود خپلواک کمیسیون مشرزیاته کړه، چې له دې وروسته حتی د سترې محکمې په ګډون هيڅوک نشي کولای نور د ټاکنو مسله مطرح کړي.
معنوي وویل، په هغه ډول چې د ولسمشرپه فرمان کې واضح شوي چې د دې حکم په صدور سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون حکم وروستی دی. دا تصمیم به وروستی وي او دا بحث به پای مومي، او له دې زیات دا مسله د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ګټه نه ده ، نو په دې تصمیم کې له ۶۲ شکمنو کسانو څخه ۹ تنه چې په هر حال ورته رسیده ګي کړي وه، بریالي اعلانوو او پاتې ۵۳ تنه چې زمونږ سره یې دلایل موجه نه دي او زمونږد اسنادو له مخې پخواهم بریالي نه وو نن هم په بریالیو کې شامل نه شول.٬٬

د ټاکنود خپلواک کمیسیون داپرېکړه د ولسي جرګې د غړو اوپه ځانګړي ډول د قانون د ملاتړاېتلاف په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې دوی به هېڅه کله داپرېکړه ونه مني.

په دې نهو کسانو کې، چې د دې برېکړې له مخې به ولسي جرګه پرېږدي د زابل استازى حبيب انډيوال وایې چې مونږهغه څوک یو چې نه واسطه لرو، نه وسلې، نه پیسې اونه تنظیمي ملاتړلرو ځکه نو کمیسیون زمونږ په حق کې دغه فیصله وکړه، خو په خبره یې چې خپله څلورکلنه دوره همدلته پوره کوي.

بله خواد ځانګړي او استېناف محکمې له خوا بریالي او دغزني ولایت کاندید داوود سلطان زوى، وایې چې د محکمې په حکم کې هېڅوک بدلون نشي راوستلای او ۶۲ تنه ټول معترض کاندیدان چې د داوړو یادو محکمو لخوا بریالي پېژندل شوي باید ولسي جرګې ته معرفي شي.

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې ټاکنې د تېرکال په سېپټمبرکې شوي او دادی د نږدې یوکال پوره کیدو وروسته هم په ټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو یا پراډ د څېړنواو لانجې له امله دې مسلې پای نه دی موندلی، او معلومه نه ده چې د یکشنبې د ورځې پرېکړه ،چې یوځل بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا وشوه عملي شي او کنه ؟
XS
SM
MD
LG