د لاسرسي ځای

د کندهار کابل پر لاره ټرافيکې پېښې زياتې شوې دي.


د کابل کندهار لویه لار

د کابل کندهار لویه لار

سید شاه سقیم - کندهار
د کندهار او کابل تر مېنځ په غزېدلې لويه لاره ټرافيکې پېښې د نور کله په پرتله په دې وروستيو وختونو کې ډېرې زياتې شوې دي.
په دغه لاره تلونکي مسافر وايي چې د ټرافيکي پېښو د زياتوالي له امله اوس په ډاډه زړه سفر نه شي کولاى.
دوى وايي چې موټر چلوونکي تر اندازې زيات کسان په موټرونو کې سپروي او په سامانونو يې هم باروي چې په دې توګه نشي کولاى پر وخت خپل موټر اداره کړي.
د خير الله په نامه يو کس چې له کابل څخه کندهار ته راغلى هم د موټر چلوونکيو له چلند څخه سر ټکوي.
(( سواريان بيخې په تنګ وي ، داسې لکه په قاچاقبري چې يې را اخيستي وي. مونږ په لاره موټر چلوونکي ته وويل چې څلور تنه نور را وخېژوه خو ده اوو تنه را وخېژول اوس مي په پښو درد دى ))
ډېرى مسافر بيا وايي چې پر دغه لويه لاره موټر چلوونکي د موټر چلولو پر مهال نشه هم کوي چې له دې سره موټر چلوونکى له واکه وزي او ټرافيکې پېښې کېږي . خو په دغه لاره موټر چلوونکي بيا وايي چې ټرافيکي پېښې زيات وخت وروسته له هغه کېږي چې د سړک په مېنځ کې چاودنه شوې وي او دوى په ناخبري کې د سړک په مېنځ کې د جوړوې شوې کندې پر لور موټر ورولي .
(( په خپله مي تر اوسه داسې موټروان نه دى ليدلى چې چرسي وي . نه زه په خپله چرسي يم نه زمونږ کوم ملګرى چرسي شته))
((لاره خرابه وي ، ټوله لاره په ماينونه ډکه وي د ورځې ماين چاودېدلى وي د شپې مونږ خبر نه يو مخامخ چې پرې ورشو موټر په کنده کې ولګېږي. ))
(( د کتار له خوا څخه هم په عذاب يو ، غله مو هم را ګرزوي ، کله کله په لاره کې د امريکايانو په کتار پېښ شو هغوى راڅخه مخې ته شي بيا نو مونږ مجبور يو چې درې څلور ساعته په خامه سړک کې مزل وکړو ))
خو د کندهار د فوايد عامي يا ټول ګټو رياست رييس انجنېر عبدالمحمد احسان بيا وايي چې زيات وخت ټرافيکي پېښې د بې تجربې موټر چلوونکيو پر دوندو د ګمارلو، د موټرو د ګړندي ځغلولو او زيات باروالو له امله کېږي.
دده په خبره موټر چلوونکي غواړي چې په لنډ وخت کې منزل ته ځان ورسوي خو دې ته ګورې چې په دې توګه د لسګونو کسانو له ژوند سره لوبې کوي.
(( ددې پر ځاى چې دوى له کابل څخه کندهار ته په اته ساعته کې را ورسېږي دوى په پېنځه ساعته کې ځانونه را رسوي ، هر موټر دوه ډرېوران نه لري چې بايد لرلاى يې ، تر ضرورت زيات سورايان هم پورته کوي په وزن يې زيات بار کړي وي او بيا يي کنټرولولاى نه شي ، بله خبره دا ده چې کوچني هلکان چې نه تجربه لري او نه لېسنس دغه موټرونه چلوي ، پخوا به د دېرشو پېنځه دېرشو کالو استادانو دغه موټر چلوول ، سرعت يې د موټرو ډېر زيات وي او وروستۍ خبره دا چې ډېرى موټر چلوونکى نشه کوي دا ټول هغه لاملونه دي چې ټرافيکې پېښې يې زياتې کړې دي. ))
د کندهار کابل پر لويه لاره يوازې په تېرو دريو ورځو د ټرافيکو پېښو له امله تر اته شپېته تنه زيات مسافر مړه او ټپيان شوي دي.
XS
SM
MD
LG