د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په فاټا کې د مرستو لپاره سعودي عرب ته ګوري


په شمالي وزیرستان دته خیل کې پاکستاني پوځیان د امنیت ساتنې.۲۰۱۱ م مکال د مې اتمه نېټه مهال
په شمالي وزیرستان دته خیل کې پاکستاني پوځیان د امنیت ساتنې.۲۰۱۱ م مکال د مې اتمه نېټه مهال



پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرس ټریبیون لیکي، د پاکستان حکومت د پوځي عملیاتو له عمله د بې کوره شوي خلکو د بیا ابادولو په لړ کې د سعودي عرب او متحده عرب امارتو نه د مالي مرستو غوښتنه کړي.


ایکسپریس ټرایبیون کې جمشید باغوان لیکي، د امریکی لخوا د فنډ د کمي وروستو پاکستان غواړي سعودی عرب او متحده عرب اماراتو نه د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره د امداد غوښتنه وکړي.

ورځپاڼه د پوځي چارواکو د خولې لیکي، د قبایلي سیمو او صوبه خیبر پښتونخوا نه د پوځي عملیاتو له عمله بې کوره شوي خلکو سره د مرستو په لړ کې د پاکستان حکومت ۴۵ اربه روپۍ خرچ کړې دي، او غواړي د دغه خلکو سره مالي مرستې وکړي.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې لیکي، په دغه ۴۵ بلینه روپو کې ۱۰ بیلینه یواځې د سعودي عرب حکومت ورکړي، او پاکستان هڅي کوي ، د قبایلي سیمې کرمې نه بې کوره شوي خلکو سره مرستې وکړي ، چې د روانې میاشتې په ۲۵ مه نیټه به خپلو سیمو ته ستنیږي.

د اسلام اباد او ریاض ترمینځ اړیکې د ۲۰۰۸ کال راهیسي د ولسمشر اصف علي زرداري لخوا د تهران سره د اړیکو د ښه کولو وروستو سړې شوي، او اوس په داخلي توګه د بې کوره شويو خلکو سره د مرستو وروستو د دواړو هیوادونو اړیکي یو څه پرمخ تللي.

چارواکي وایې ، په قبایلي سیمو کې یې پوځي عملیات سر ته رسولي ، او ځکه اوس غواړي په دغه سیمو کې د خیر شیګړي کارونه پیل کړي.

ایکسپریس ټرایبیون کې جمشید باغوان د یو پاکستاني چارواکي د خولې لیکي، سعودي عرب او متحده عرب امارات ژمنه کړې ، د پاکستان سره به اته اعشاریه شپږ بیلینه روپۍ مرسته کوي، او دغه پیسې به پاکستان ته په راتلونکو نزدو رځو کې ورکړل کیږي.

د اګست په ۱۲مه نیټه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د فاټا لپاره په رایج قانون کې د بدلونو اعلان وکړ ، چې غواړي قبایلو ته د ملک د نورو برخو د اوسیدونکو په رنګ حقوق تر لاسه شي.

د ۲۰۱۰م کال راهیسي د پوځي عملیاتو له عمله د بې کوره شوو خلکو خپلو سیمو ته ستنیدل پیل شوي، او دغلته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وایې، اوس هم په پاکستان کې څه نا څه ۹۶۰۰۰ ، ۸ په داخلي توګه بې شوې په بیلا بیلو سیمو کې ژوند کوي، چې زیاتره پکې د مومند ، باجوړ او جنوبی وزیرستان سره تعلق لرونکي خلک شامل دي.

د صوبه خیبر پښتونخوا په یو شمیر برخو کې ژوند کونکي دغه بې کوره شوي خلک وایې ، غواړي زر تر زره خپلو کورونو ته ستانه شي، خو اوس هم د خپلو سیمو د امنیت په اړه اندیښمن دي.
XS
SM
MD
LG