د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پر حالاتو د لوړې پایې غونډه


د اګشت ۱۹ مه نېټه:په کراچۍ کې رېنجرز د خپلو لومړنیو طبی روزنو په ترڅ کې یو زخمي رسوي.
د اګشت ۱۹ مه نېټه:په کراچۍ کې رېنجرز د خپلو لومړنیو طبی روزنو په ترڅ کې یو زخمي رسوي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کراچۍ پر روانو حالاتو په اویان صدر کې یو مهمه غونډه رابللېده.

په دې غونډه کې د وفاقي کابینې او سیند کابینې وزیرانو ګډون وکړه چې پکې د آصف علي زرداري لخوا پر دې خبره ټینګار وشو چې بې له ځنډه دې په کراچۍ ښار کې امنیت پرځای کړي.

په کراچۍ ښار کې زیاتېدونکي تاوتریخوالی چې پکې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې اتیا کسان وژل شوي دا وخت په ملک کې د روانې ترهګرۍ تر څنګ یو له مهمو مسلو څخه دی.

د پاکستان ډېری سیاسي ګوندونه پر دې یوه خوله دي چې د کراچۍ د حالاتو کنټرولولو لپاره دې پوځ وروبلل شي.دا خبره د پنجاب وزیراعلی شهبازشریف هم کړې چې د غونډو او اجلاسونو پرځای دې عملي ګامونه واخیستل شي چې په ښار کې د روان قتل غارت مخه ونیول شی.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي،چې پوځ په هیواد کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ښکېل دی او دوی نه غواړي چې پر پوځ یو اضافي بوج واچوي.

په کراچۍ کې د امنیت ټینګولو لپاره د پوځ وربلل ،په رښتیا هم دا ستونزه هوارولای شي که یه؟ په دې اړه د پاکستان د پارلمان پخواني غړي افتخار ګیلاني د مشال له خبریال احمدالله سره په خبرو کې وویل چې،"اوس ټولو ته پته ده چې ددغه ښار په ګدوډي کې د سیاسي ګوندونو لاس دی،او دوی یوازې په حکومت کې پاته کېدل غواړي او زما په فکر په ښار کې امنیت راوستل د دوی د وس کار نه دی.او بله لار دا ده چې پوځ وربلل شي که څه هم مجبوري ده خو بله چاره هم نشته.٬٬



د پېښور د بډه بېرې یوه اوسېدونکي غضنفرخان چې د پاکستان هوايي ځواک کارکونکی وو له کاره کور ته په لاره د نامالومه کسانو په ډزو ووژل شو.د هغه له ورور سره د مشال همکار فوادعلي شاه مرکه کړې

غضنفرخان له کاره کور ته په لاره ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG