د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوروي اتحاد د ماتېدو ۲۰ کاله


شوروي اتحاد:بوریس یلسن په مسکو کې اعلي شورا ته په یوې غیر معمولي غوڼدې ته خپله وینا اوروي .اوپه همدې کال شوروي اتحاد ته د پای ټکی کېښودل شو.
شوروي اتحاد:بوریس یلسن په مسکو کې اعلي شورا ته په یوې غیر معمولي غوڼدې ته خپله وینا اوروي .اوپه همدې کال شوروي اتحاد ته د پای ټکی کېښودل شو.


شاهین بونېری - پراګ


د نن نه ۲۰ کاله وړاندې شوروي اتحاد مات شو او د نړۍ په نقشه ۱۵ نوي خپلواکه هیوادونه په وجود کې راغلل. خو ددې هیوادونو د اوسیدونکو لپاره د خپلواکۍ معنا په دې اډاڼه لري چې نن دوی پر کوم ځای ولاړ دي.

هغه چې په تلین، ریګا، او ویلینیس کې ژوند کوي د ۱۹۹۱ م کال د اګست د میاشتې د هغه دریو ورځو چې نړۍ یی اوشړکوله معنا داده چې د بالټیک ریاستونه د جمهوریت ازادې منډاۍ او یورپي ټولنې لور ته لاړل. خو د ازبکو، تاجکو او بیلاروس د اوسیدونکو لپاره د شوروي اتحاد ماتیدل بالکل جدا معنا لري. ځکه چې په دې هیوادونو کې مطلق العنان حکومتونه دي او فریډم هاوس نومي اداره د وی ټولنو ته تړلې یا له ظلمه ډکې ټولنې وایي.

د پخواني شوروي اتحاد هغه برخې چې لږې جمهوري دي د نن ورځې حقیقتونه د هغه خوشحالۍ نه ډیر بدل دي ، چې دوی په کال ۱۹۹۱ کې کړې وه.

او د باقي پاتې هیوادونو حال لکه جارجیا، یوکراین، مالدووا، کرغیزیستان او ارمینییا نه پوره جمهوري دي او نه بشپړ ټولواک دي . په دوی کې ځېنې جمهوري حکومتونه لري او څه پکې نیم جمهوری دی. بیا ورپسې په روس، قزاکستان، او تاجکستان کې خو یا نرم مطلق العنان حکومتونه دي او یا انتظامي جمهوریتونه دي.

له شتمنیو ډک ازرباییجان بیا یو ټولواک هیواد دی.

ددې ډول ډول ریاستونو د وجود په اړه یوه پوښتنه را پورته کېږي چې آیا اوس هم داسې یوه سیمه کیدای شي چي پخوانی شوروي اتحاد وبالل شي.

کارپوهان وایي، د روس د اثر د کمزوري کیدو، د اروپایی ټولنې، ترکیې، او چین غوندې طاقتونو د سیاسي اثر، او د شوروي اتحاد د ماتیدو نه وروستو د یو نوي کول وجود ته راتلل او د نوو قامي پیژندګلیو مخې ته راتلل هغه ټولې اړیکې کمزورې کړي دي چې یو وخت کې یی دغه ټول هیوادونه د یو بل سره تړلې وو.

د پخواني شوروي اتحاد هغه برخې چې لږې جمهوري دي د نن ورځې حقیقتونه د هغه خوشحالۍ نه ډیر بدل دي ، چې دوی په کال ۱۹۹۱ کې کړې وه.
د روس پخوانی مرستیال وزیراعظم بوریس نمتسوف وایي، موږ ډیر رومانوي وو مونږ باور کوو چې خپلواکي او کامیاب ژوند ته به زموږ مزل ډیر لږ وي خو وروستو ثابته شوه چې داسې نه وه. زه په دې ډیر باوري وم چې د کمیونزم ختمیدو مطلب په یو څو میاشتو کې یو ښایسته ژوند پلو ته تلل دي. خو د یېلسن او د هغه د ټولې ډلې په ګډون موږ ټول ډیر ناپوهه وو. له بده مرغه حقیقتونه د هغې نه ډیر سنجیده او پیچلې وو څنګه چې موږ باور کاوه٬٬

په کیف کې د امریکا سفیر جوهن تفت وایي چې په تیرو شلو کالو کې په دغه هیوادونو کې یو نوی کول رالوی شو او دا هغه خلک دي چې ددوي په فکر ددوی هیوادونه ټول عمر خپلواکه پاتې شوي دي.

تاسو ته معلومه ده ددوی لپاره ددوی د پلار نیکه نه دا بالکل یوه جدا لوبه ده. په سیمه کې د نورو هیوادونو په رنګ یوکراین د یو بدلون نه تیریږي ، د شوروي اتحاد د وختو میراثونه یو اړخ ته غورزوی او د یو جدید اروپایی قام د جوړیدو په هڅه کې دی.

د سوویت یونین د ماتیدو نه شل کاله وروستو دا سیمه د پخواني شوروي اتحاد یونین د دور نه یو نوی دور ته داخله شوې ده . دا ۱۵ بیلابیل ریاستونه د بین المللی اړیکو خپل خپل جالونه لري او په کور دننه د ولسي او سیاسي پرمختیا خپلې خپلې لارې لري.
XS
SM
MD
LG