د لاسرسي ځای

په خیبر اېجنسۍ کې نښته شوې ده


په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې د نښتې پر مهال دوه پاکستاني سرتېري او پینځه اورپکي وژل شوي دي.

نښته له هغې سیمې سره نېږدې شوې ده چې په کې د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی وو. په جومات کې شوي په دې ځانمرګي برید کې ۵۱ کسان وژل شوي ول او له اویا زیات ژوبل شوي ول. د خیبر اېجسنۍ انتظامي مشر مطهر زېب په نښته کې د وژل شویو د شمېر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې پر دې مهال اته پاکستاني سرتېري ژوبل شوي هم دي. ده وویل نښته د اکا خېلو له کلي سره نېږدې شوې ده. هلته د جمعې د ورځې د برید پړه د محمد طلحه په نوم یوه کس د پاکستانیو طالبانو د ډلې له خوا منلې ده. ده ویلي دا جومات د کوکي خېلو د قبیلي وو او دوی د کوکي خېلو پر ضد جنګېږي.
XS
SM
MD
LG