د لاسرسي ځای

تازه خبر

په استنبول کې د شام په اړه غونډه


د شام د حکومت مخالفه مشرانو د تورکیې په استنبول کې له یو بل سره لیدلي دي چې که چېرې د ولسمشر بشار الاسد حکومت د پاڅون په نتیجه کې ړنګ شي نو بیا به عبوري حکومت څنګه جوړوي.

د شنبې په ورځ ملاقات ځکه شوی دی چې د داسې شورا غړي وټاکل شي چې د جلا وطنه مخالفینو او په هېواد کې د فعالینو لپاره خبرې وکړي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې کیترین اشتن ویاند مایکل مین د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل د شام د رژیم پرضد سخت ګامونه اخلي: ((موږ د شام د رژیم پاروونکی برخورد لیدلی دی، موږ لیدلي چې په کوڅو کې خلک د احتجاج لپاره خپل حق کاروي او بدلون غواړي او په ځواب کې په بشپړ ډول د نه منلو وړ له تاو تریخوالي او غوسې سره مخامخ شوي دي. نو ځکه موږ باید د دې رژیم پر ضد سخت ترین ګامونه واخلو.)) پر ۴۵ کالن اسد نړیوال فشار هغه مهال زیات شو چې امریکا او د دې اروپايي ملګرو پر نوموړي د واک د پرېښودو غږ وکړ او نوي بندیزونه یې پر و لګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG