د لاسرسي ځای

تازه خبر

په طرابلس کې چاودنې او ډزې


د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په بېلا بېلو برخو کې بېګا د شپې پر مهال ډزې او چاودنې اورېدل شوې دي.


رويټرز خبري اژانس د سیمې د اوسېدونکو له خولې وايي په بېلا بېلو سیمو کې نښتې شوې دي او زیاتوي چې د معمر قذافي مخالفین په کوڅو کې لیدل شوي دي. د یاغیانو د قامي عبوري شورا مشر مصطفا عبدالجلیل الجزیره ټیلي ویژن ته ویلي په طرابلس کې د ټولو ګامونو پلان یې مخکې جوړ کړی وو او سره هم غږي دي. د قذافي د حکومت یوه ویاند ویلي د یاغیانو وړې وسله والې ډلې طرابلس ته ور ننوتې وې او اوس ښار محفوظه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG