د لاسرسي ځای

تازه خبر

سربیا او کوسوو باید خبرې بیا پیلې کړي: مېرکل


د جرمني وزیر اعظمې اېنګلا مېرکل ویلي په راتلونکې اوونۍ کې چې بلغراد ته لاړه شي نو پر سربیا او کوسوو به فشار راوړي چې له یو بل سره خبرې وکړي.

له پلازمېنې برلېنه، په خپل اوونیز ویډیويي پیغام کې مېرکل ویلي، له کوسوو سره به د خبرو د بیا پیلولو غږ وکړي. دې وویل پر دې سر بېره چې د تېر مهال زخمونه لا هم ژور دي او مشکل اثرات لري خو که چېرې ټولو هڅې و نکړې نو، د دې سیمې لپاره به هیڅ اروپايي نقطه ای نظر و نه ګوري. د سه شنبې په ورځ به جرمن وزیر اعظمه له سربیايي چارواکو سره خبرې وکړي. په دې وروستیو کې د سربیا او کوسوو تر منځ تناو زیات شوی دی. کوسوو د سربیا پخوانی ولایت وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې یې خپله ازادي اعلان کړه. مېرکل به تر دې وروسته کرویشیا ته هم ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG