د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایف سي آر باید په بشپړ ډول ختم کړل شي


ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: دي ډېلي ټایمز


لیکواله فرحت تاج لیکي په دې وروستیو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر دوو قانوني لاسوندونو لاسلیک وکړ چې په کې یو د ۲۰۰۲ز کال د سیاسي ګوندونو قبایلي سیمو ته د غځونې او دویم په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر په قانون کې د اصلاحاتو لاسوند وو.

تر دې ورسته به اوس د قبایلي سیمې خلک وکولای شي چې په سیاسي هلو ځلو کې برخه واخلي او د پاکستان ټولو سیاسي ګوندونو ته به اجازه وي چې په دې سیمو کې خپل کارونه تر سره کړي.

لیکواله فرحت تاج لیکي دا اصلاحات په قبایلي سیمو کې، د قانوني، سیاسي او اقتصادي پرمختګ په ترځ کې لومړی ګام کېدای شي خو بیا هم دا نا کافي دي.

نوموړې وايي د دې اصلاحاتو په پلي کولو کې کېدای شي سیاسي خنډونه وي خوا یواځې حکومت دا له منځه وړلای شي.

په مقاله کې لیکل شوي، په قبایلي سیمو کې پر اصلاحاتو سر بېره د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي رپورټ کې قبایلي سیمې له بشري حقونو ازادې سیمې ګرځولې دي.

د فرحت تاج په خبره، له دې اصلاحاتو سره د ایف سي آر دا ((ناوړه قانون)) په بشپړ ډول نشي ختمېدای.

نوموړې لیکي: ((دا قانون نه یواځې د نړیوالو بشري حقونو ضد دی بلکې د پاکستان له اساسي قانون سره هم سمون نه خوري.))

نوموړې وايي، همدا راز دا اصلاحات د بشري حقونو له هغو مهمو اصولو سرغړونه ده چې تر مخې یې عدالتي او انتظامي نظام له یو بله بېل بېل په کار وي.

ایف سي آر ټرابیونل (عدالتي جرګه) چې په کې به د قبایلي سیمو اوسېدونکي د مقدمو د پرېکړو پر ضد اپیل کولای شي، په هغې به هم قاضي نه وي بلکې بیورو کراټان به وي.


لیکواله زیاتوي، په قبایلي سیمو کې تر هغې اصلاحات هیڅ بدلون نشي راوستای چې د ایف سي آر قانون په بشپړ ډول ختم کړل شوی نه وي؛ او قبایلي سیمې په مکمل ډول د پاکستان په قانوني دایرې کې نه وي شاملې کړل شوې.
XS
SM
MD
LG