د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورکیې پر کورد یاغیانو بمباري کړې ده


د ترکيه پوځ وايي چې د عراق په شمال کې يې د کوردي ياغيانو شل هدفونه بمباري کړي.

ترکيه د عراق په خاور کې دننه د ياغيانو بمباري کولو د چارشنبې له ورځې راهيسې له هغه وروسته پيل کړي چې په وينا يې ياغيانو د ترکي اته سرحدي سرتيري او يو کليوال ووژل.

د کوردي کاګرانو تنظيم يا پي کی کی له ترکيې څخه د کوردي سيمو د بيلولو لپاره وسله والې هڅې کوي او د تيرې مياشتې راهیسې يې څلويښت ترکي پوځيان وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG