د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هیند کې انا هزارې، په پاکستان کې جهانګیر اختر


جهانګیر اختر وايي د پاکستان د پوځ لګښتونه ډېر لوړ دي.
جهانګیر اختر وايي د پاکستان د پوځ لګښتونه ډېر لوړ دي.
اسرار عالم مومند، مشال راډیو


پراګ
- یو پاکستانی سیاسي فعال جهانګیر اختر، په دې هېواد کې د درغلۍ (کرپشن) او د زیاتو پوځي لګښتونو پر ضد د نه خوړلو د هړتال پلان لري.

نوموړي د دې ګام د اخیستو پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې په هیند کې د رشوت ضد کار کوونکي انا هزارې هم د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی.

د دې هړتال د مخ نیوي تر هڅو وروسته په هیند کې په زرګونه کسانو مظاهرې کړې دي.
پر پوځ نیوکه کېږي چې د دې هېواد د بودیجې (بجټ) څلورمه برخه خوري؛ خو په ښوونې او روزنې (تعلیم و تربیه) او روغتیا لپاره له دوه فیصده هم کمې پیسې لګول کېږي.

د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت سیاسي فعال او کار کوونکي جهانګیر اختر وايي، دی به د دې هېواد د خراب حکومت پر ضد د نه خوړلو هړتال د روژې تر پای ته رسېدو وروسته پیلوي.

نوموړی وايي د هغه د نه خوړلو د دې احتجاج مقصد په پارلېمان کې د اداري فساد د قانوني لاسوند (بل) راوړل، او د پاکستان په پوځي لګښتونو کې د کمي راوستو هلې ځلې کول دي.

مشال راډیو له جهانګیر اختر پوښتنه وکړه چې په هیند کې د انا هزارې له لارې خو نه دی متاثره شوی؟

ده په ځواب کې وویل: (( هو تر څه حده پورې دا خبره نا سمه نه ده؛ خو ما د نه خوړلو د هړتال اعلان شا و خوا یوه میاشت وړاندې کړی وو. بیا د روژې د میاشتې له راتګ سره مې خپل هړتال وځنډاوه او د سپټمبر د میاشتې دولسمه مې د دې لپاره وټاکله. همدا راز، په هیند کې چې د درغلۍ پر ضد اوس هلې ځلې روانې دي هغه به موږ په پاکستان کې کوو.))

د جهانګیر اختر په اړه رپورټ دلته اورېدای شئ.

تر انا هزارې وروسته د پاکستان جهانګیر اختر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

له جهانګیر اختره مو وپوښتل چې ایا په هیند کې د حکومت د درغلیو پر ضد له انا هزارې سره چې اوس په زرګونو خلک ولاړ دي، نو په پاکستان کې به له تاسې سره هم دومره خلک را پاڅي؟

دی وايي: ((که چېرې د پاکستان رسنۍ له ما سره مرسته وکړي، نو په هیند کې چې له انا هزارې سره څومره خلک ولاړ دي نو تر هغې به له ما سره زیات وي؛ ځکه چې د هیند پرتله په پاکستان کې درغلي او اداري فساد (کرپشن) زیات دی او دلته حالات ډېر خراب دي.))

جهانګیر اختر وايي په پاکستان کې پوځ، چې تر ازادۍ وروسته یې په دې هېواد کې تر نیمايي زیات وخت لپاره واکمن پاتې شوی دی، تر دې وروسته بیا تر انتقاد لاندې راغلی دی.

دی وايي پر پوځ نیوکه کېږي چې د دې هېواد د بودیجې (بجټ) څلورمه برخه خوري؛ خو په ښوونې او روزنې (تعلیم و تربیه) او روغتیا لپاره له دوه فیصده هم کمې پیسې لګول کېږي.

جهانګیر اختر وايي د بښنې د نړیوالې ادارې له وینا سره سم، پاکستان په نړۍ کې د پراخې درغلې کوونکیو هېوادونو په لسټ کې په ۳۴ ځای دی.

نوموړی وايي په پاکستان کې مالي بحران، ترهګري، سیاسي بې ثباتي او نورې یو شمېر مسلې دي.

اختر زیاتوي، دا ښودل غواړي چې د پاکستان یو عام وګړی لوی طاقت لري.
XS
SM
MD
LG