د لاسرسي ځای

کندهار: ټرافیکي پېښې ۳۵ وژلي


په کندهار کې خلک مړي او ژوبل شوي کسان روغتون ته رسوي.

په کندهار کې خلک مړي او ژوبل شوي کسان روغتون ته رسوي.

سید شاه سقیم، مشال راډیو


کندهار
- د کندهار-کابل پر لويه لاره له مساپرو يو ډک موټر نن سهار وختي کندې ته لوېدلى دى چې له امله يې ګڼ شمېر کسان مړه او زخميان شوي دي.

د کندهار د ټرافيکو رياست چارواکي وايي چې پېښه د شنبې پر سهار (د پیشلمي مهال) د کندهار کابل پر لويه لاره په دامان ولسوالۍ کې شوې ده چې پکې تر اوسه پورې ۳۵ تنه مړه او ۲۶ ټپيان شوي دي .
د شپې له لس کم درو بجو، موټر له کندهار ښار څخه د کابل پر لور حرکت کړى دى . د دامان ولسوالۍ ته چې رسېدلى په مړوندي مانده سيمه کې يوې کندې ته لوېدلى دى . تر اوسه پورې ۳۵ تنه مړه او ۲۶ ټپيان دي . ما چې سيمه وليده د موټر سرعت زيات دى او موټر چلوونکى ويده شوى؛ ځکه يې موټر کندې ته غورځولى دى.


چارواکي وايي چې له مساپرو يو ډک موټر چې کابل ته روان وو د جمعې او د شنبې تر منځ د شپې پر مهال، د درو بجو په شا و خوا کې د کندهار د دامان ولسوالۍ په مړوندي مانده سيمه کې له سړکه ښوېدلى؛ او کندې ته لوېدلى دى .

د کندهار د ټرافيکو رياست رييس محمد الله خان مشال راډيو ته وويل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې پروايي له امله شوې ده: (( د شپې له لس کم درو بجو، موټر له کندهار ښار څخه د کابل پر لور حرکت کړى دى . د دامان ولسوالۍ ته چې رسېدلى په مړوندي مانده سيمه کې يوې کندې ته لوېدلى دى . تر اوسه پورې ۳۵ تنه مړه او ۲۶ ټپيان دي . ما چې سيمه وليده د موټر سرعت زيات دى او موټر چلوونکى ويده شوى؛ ځکه يې موټر کندې ته غورځولى دى.))

په کندهار کې د ټرافیکي پېښې پر مهال ۳۵ وژل شوي

خو د کندهار د عامي روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا بيا په پېښه کې د وژلو شويو کسانو شمېره کمه ښيي . دى وايي: (( پېښه په دامان ولسوالۍ کې شوې ده تر اوسه پورې ۲۰ تنه مړه او ۲۶ ټپيان دي . ))

د چارواکو په خبره، په پېښه کې مړه شوي او زخمي شوي کسان ټول عام مساپر دي چې له کندهار څخه کابل ته روان ول .

په پېښه کې زخمي شوي کسان دا مهال، د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي چې پکې د ځېنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .

تر دې وړاندې هم د کابل- کندهار پر لويه لار ورته ټرافيکې پېښې شوې دي؛ چې زياتې يې د موټر چلوونکيو د ګړندي تګ او بې پروايي له امله پېښې شوې دي .
XS
SM
MD
LG