د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې نښتې روانې دي


رپوټونه وايي چې په لیبیا کې د معمر قذافي د څلوېښت کلنې واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه دوام لري.

د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په شاوخوا سیمو زاویه او زلیتن کې د روانې جګړې په ترڅ کې د دېرش یاغیانو د وژل کېډو او یو شمېر نورو ټپي کېدو خبرونو راغلي دي. د واکمن معمر قذافي ویاند موسی ابراهیم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې دواړو ښارونو واک اوس هم د قذافي پلوه ځواکونه په لاس کې دی. بل پلو یاغیانو ویلي دي چې دوی به پلازمېنې طرابلس ته تلونکې مهمې لارې وتړي او ادعا کوي چې د واکمن معمر قذافي پخوانی ملګری عبداسلام جلاوود له دوی سره ملګری شوی دی. یاده دي وي چې عبدالسلام جلاوود په نولس سوه نهه شپېتم کال کې د معمر قذافي په واک ته رسولو کې مهم رول لوبولی وو او بیا یې د وزیراعظم په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG