د لاسرسي ځای

د بېلا روس پرېکړې امریکا نا هیلې کړې


د بېلاروس هغې پرېکړې امریکا مایوسه کړې ده چې ګواکې دا هیواد به د لوړې کچې د غني شوو یورانیمو د له منځه وړلو لړۍ ودروي.

بیلاروس دا پرېکړه له هغه وروسته کړې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې امریکا د دې هیواد پر څلورو کمپنیو په داسې حال کې نوي بندیزونه ولګول چې په دې هیواد کې د حکومت له خوا د اپوزېشن پر کارکوونکي د چاپو لړۍ دوام لري. د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې دوی هیله من دي چې بېلاروس به د غني شوو یورنیمو د له منځه وړلو لړۍ ونه دروي او د هغوی په وینا دا به د نړیوال امنیت لپاره د بېلاروس د پام وړ همکاري وي. امریکا او بیلاروس د تېر کال په ډسمبر کې په دې هقله هوکړې ته رسېدلي وو چې په بیلاروس کې د لوړې کچې د غني شوو یورانیمو له له منځه وړلو لپاره به په ګډه کار کوي. د بیلاروس ولسمشر الیګزنډر لوکاشنکا ویلي دي چې هیواد یې د پخواني شوروي اتحاد له وخته په سلګونه کلو غني شوي یورانیم لري له کوم څخه چې د ایټمي وسلې د جوړولو لپاره کارول کېدای شي.
XS
SM
MD
LG