د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: اووه نور مړي تر لاسه شوي دي


د بلوچستان نقشه
د بلوچستان نقشه
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د مستونګ سیمې د لیویز چارواکي وايي په يوه ورځ کې يې اووه مړي میندلي دي.


چارواکي وايي اووه واړه مړي، د مستونګ په بېلا بېلو سیمو کې میندل شوي.

د مستونګ د لیویز امنیتي ځواک چارواکي عبدالروف، د مستونګ په غونجا ډوري سیمې کې د میندل شویو مړيو په اړه مشال ته وویل: (( دا دوه مړي موږ ته د پيشلمي پر وخت په لاس راغلل. او دوه نور بیا سهار. ټول وژل شوي کسان د همدې سیمې بلوڅان دي. چي په سرونو کې يې مرمۍ لګېدلې او پرې تشدد شوی دی. په دې څلورو کسانو کې دوه د دې میاشتي په اتمه نېټه لا درکه شوي ول. او د دې نورو دوو په اړه لا هم څه نه شم ویلی. خو دا دوه له درینګړ سیمې لادرکه شوي ول.))

له دې سره، په مستونګ کې له سپيلینجي سیمې څخه درې مړي میندل شوي.

چارواکي وايي، درې واړه، له مستونګ څخه هغه مهال لادرکه شول چې په خپل ټرک کې د کراچۍ پرلور روان ول.

د مستونګ د همدې سیمي د لیویزو يو چارواکی غلام علي د دې مړيو په اړه وايي: ((د جووان سیمي ها خوا ته يې درې سره مړي په دشت غورځولي وو.))

د ده په وینا، دا درې کسان د پنجاب صوبې د ننکانه صاحب سیمې ول.

غلام علي وايي چې د پولیسو ترضروري کار وروسته يې درې سره مړي خپلې سيمې ته استولي.

سر بېره پر دې، دوه مړي بیا د دې صوبې له حب سیمي د جمعې په شپه میندل شويدي.

د حب پولیس وايي دواړه وژل شوي کسان بلوڅ دي، چې موده مخکې لا درکه شوي ول.

په بلوچستان کې یوې نوې بلوڅ ملتپالې وسله والې ډلې بلوڅ لېبرېشن ټایګر د پنجاب د اوسېدونکو د وژنو مسوولیت منلی دی.

هلته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ظفر زهري د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر رحمان ملک سره لیدلي دي او د بلوچستان په پر دې پېښو سره غږېدلي دي.
XS
SM
MD
LG