د لاسرسي ځای

پر کابل برید شوی دی، نهه وژل شوي


د افغانستان په پلازمېنې کابل کې وسله والو د برېتانیې پر فرهنګي دفتر برید کړی دی.

په پېښه کې، لږ تر لږه، نهه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي د جمعې پر سهار، یوه ځانمرګي برید کوونکي لومړی د برېتانیې له فرهنګي دفتره د باندې، په چاودېدونکو موادو بار موټر وچاوه؛ او تر دې وروسته دویم ځانوژونکی ودانۍ ته ننوت او چاودنه یې وکړه. تر دې چاودنې وروسته، پولیسو له یو شمېر وسله والو سره تر پینځو ساعتونو جګړه کړې ده. د وسله والو کره شمېر نه دی مالوم. په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه، ایساف، وايي د نښتې پر مهال، بهرنیو ځواکونو هم له افغان ملي پولیسو سره مرسته کړې ده. په کابل کې د برېتانیا سفیر وايي، جګړه پای ته رسېدلې ده او ټول وسله وال وژل شوي دي. په لندن کې د برېتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې ټول انګلیس اتباع اوس په امان کې دي، او له هیڅ ګواښ سره نه دي مخامخ.
XS
SM
MD
LG