د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمرود په جومات کې چاودنه


په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې یوه چاودنه شوې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چاودنه د جمرود، د غونډۍ د مډو خېلو په جومات کې شوې ده. په پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. د پېښې پر مهال، په جومات کې له ۴۰۰ زیات کسان د لمونځ لپاره ورغلي ول. عیني شاهدین وايي، تر چاودنې وروسته، شا و خوا ۱۵۰ کسان خپاره واره پراته ول. د برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG