د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ځانمرګي واسکټونه نيول شوي .


په دوو موټرونو کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي او په ځانمرګيو بريدونو کې کارېدونکي دېرش واسکټونه نيولي دي.
په دوو موټرونو کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي او په ځانمرګيو بريدونو کې کارېدونکي دېرش واسکټونه نيولي دي.


سید شاه سقیم ـکندهار

د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکيو د کندهار او زابل پر لويه لاره په دوو موټرونو کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي او په ځانمرګيو بريدونو کې کارېدونکي دېرش واسکټونه نيولي دي. د دغه رياست کارکونکيو له نيول شويو چاودېدونکيو توکيو او په کندهار کې د نا امينو له پېښو سره د تړاو لرلو په تور يو شمېر کسان هم نيولي دي . په کندهار کې زمونږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

د کندهار د ملي امنيت رياست چاورواکي وايي چې د کندهار او زابل ولايتونو تر مېنځ يې په شهر صفا سيمه کې هغه موټرونه نيولي دي چې زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او په ځانمرګيو بريدنو کې کارېدونکي دېرش واسکټونه پکې بار وو .

تېره ورځ د دغه رياست په ودانۍ کې نيول شوي چاودېدونکي توکي ، د ځانمرګيو بريد کوونکيو واسکټونه او هغه کسان چې د نا امينو په پېښو کې په لاس لرلو تورن وو خبريالان ته وښودل شول .

د ملي امنيت د کار کوونکيو له خوا د نا امنيو په پېښو کې د لاس لرلو په تور په نيول شويو کسانو کې په کندهار ښار کې د يو جامع جومات ملا امام عبدالغفار هم شامل وو چې له دغه جومات څخه به يې پر ښار بريدونه کول .

عبدالغفار وايي چې د پاکستان په چمن سيمه کې ورته ويل شوي وو چې په خپل جومات کې دي وسلو او چاودېدونکيو توکو ته ځاى ورکړي.


(( زه او زما بل ملګرى کويټې ته لاړو له هغې خوا چې راتلو نو شپه مو په چمن کې وه ، هلته زما د ملګري کوم خپل وو هغه راته وويل چې مونږ به څه چاودېدونکي توکي درليږو ته يې په خپل جومات کې راته ساته ، بيا يي په يوه ګونۍ کې نغښتي يو راکټ ، دوه کلاشنکوفونو او لاسي ماينونه را وليږل . زه اوس له دولت څخه بخښنه غواړم چې زه يې تېر ايستلى وم. ))
د کندهار امنیتي چارواکو ځانمرګي جېکټونه نیولي دي

د ملي امنيت د کارکوونکيو له خوا د نيولو شويو کسانو په ډله کې ځينې هغه کسان هم شامل دي چې په کندهار کې يې هدفي وژنې کولې او يا يې د خلکو د وېرولو په موخه د شپې له خوا په ښار کې اخطاري ليکونه خپرول.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا وايي چې د ملي امنيت کارکوونکيو د دغو کسانو او چاودېدونکيو توکيو په نيولو سره کندهار او زابل ولايتونه له ورپېښ ستر خطر څخه خلاص کړي دي .

(( د وطن ، اسلام او افغانستان دوښمنانو په يو ډېر خاص تاکتيک سره چاودېدونکيو توکي او د ځانمرګيو واسکټونه د کباړي په ګاټونو کې ځاى پر ځاى کړي وو خو د ملي امنيت مسلکي کسانو په خپله مسلکي تجربه سره را پيدا کړل او په دې توګه يې کندهار او افغانستان له يو لوى ناورين څخه خلاص کړل. ))


د کندهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال محمد نعيم مومن بيا وايي چې د دولت مخالفو کسانو غوښتل د کباړي په جوالونو کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي او د ځآنمرګيو واسکټونه د افغانستان زابل او کندهار ولايتونو ته يوسي او هلته يې وکاروي

دده په خبره وسله والو ترې دې وړاندې د خپلو بريدونو پر مهال د افغانانو د مشرانو پټکي او د تور سرو چادۍ بدنامې کړې او دا ځل يې هڅه کوله چې افغان تجاران بدنامه کړي خو هدف يې پوره نه شو .

(( زمونږ ديني معتقدات او افتخارات يې بدنام کړي وو يوازي تجارت پاتې وو اوس يي غوښتل دا هم بدنام کړي. زمونږ د مالوماتو په اساس دا د کباړي ګاټونه په کويټه او کراچۍ کې تنظيم شوي دي بيا د تجارانو په مالونو کې کندهار ته را انتقال شوي دي او غوښتل يې چې په کندهار او زابل ولايتونو کې ورڅخه کار واخلي، خو خداى رسوا کړل ))
ځانمرګي جېکټونه په کباړ جامو کې پټ کړل شوي وو

بريد جنرال مومن وايي چې له چاودېدونکيو توکو سره يي دوه تنه د موټرو چلوونکي او په ښآر کې د نا امنيو په پېښو کې لاس لرونکي درې تنه نور نيولي دي . چې دا مهال د دوى په ولکه کې دى . دى وايي نيول شوي چاودېدونکي توکي ډېر زيات وو او په بشپړ مهارت په جوالونو کې ځاى پر ځآى شوي وو .

(( په دې ګاټونو کې په هر ګاټ کې يوه يوه بوجۍ ده او په هره بوجۍ کې درې انتحاري واسکټونه او دېرش کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي دي . ))

د کندهار د ملي امنيت رياست څو ورځې وړاندې هم څو تنه داسې کسان نيولي وو چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي. په نيولو شويو کسانو کې هغه ماشومان هم شامل وو چې پلارونو يې د ديني زدکړو د پاره په بېلابېلو مدرسو کې داخل کړي وو .
XS
SM
MD
LG