د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلخ کې د وسله والو ضد ولس توپک راخیستی


په مزارشریف کې بزکشي ډېر شهرت لري
په مزارشریف کې بزکشي ډېر شهرت لري



نیو ریپبلک مجله د افغانستان د بلخ ولایت د یو کلي په اړه لیکي، که څه هم د دغه کلي اوسیدونکو د وسلوالو طالبانو خلاف وسله پورته کړي، خو بیا هم نشي کولی، د هغوي مخه ونیسي. ددې مقالې مهمې خبرې په دې رپوټ کې د فرخنده وزیر نه اورو.


په امریکایې مجله نیو ریپبلک کې انا بادخین لیکي، د افغانستان په مزار شریف کې خدا کول یو هغه کس دې، چې په اوږه یې کلاشنکوف دې ، او کوشش کوي ، چې د خپل کلي امنیت وساتي.

خدا کول وایې، ۱۴ کاله وړاندې یې وسله راوچته کړی وه، او په یوه داسې ډله کې شامل شو ، چې غوښتل یې د خپلو سیمو نه وسلوال طالبان پر شا وتنبوي، او په ۲۰۰۱ لومړي کال کې دوي په دې کې کامیاب شول،چې د خپل کلي شاه رک نه یې وسلوال طالبان وویستل. شاهرک د بلخ ولایت هغه کلې دې و چرته چې زیاتره کورونه د خاورو جوړ دي.

خدا کول وایې ، سږني سپرلي کې وسلوال طالبان یو ځل بیا راغلل، نو ځکه یې یو ځل بیا خپل کلاشنکوف راواخستو، چې د خپل فصل او زمکې حفاظت وکړي. او د هغه د نورو کلي والو هم د هغه غوندې وسله راخستې ، چې غواړي د خپلو سیمو نه وسلوال طالبان په تیښته مجبوره کړي.

په افغانستان کې امریکا او نیټو کوشش کوي ، وسلوالو طالبانو مخ ونیسي، او د وړاندې تګ نه یې مني کړي، او کوشش کوی د خدا کول په رنګ کسان چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې هیڅ روزنه نه لري، د خپلو سیمو حفاظت وکړي، او وسلوال طالبان دې ته پرې نږدي، چې د دوي په سیمو قابض شي.

انا بادخین لیکي، د افغانستان په شمالي برخو کې خلک یو شمیر مشکلات لري، دوي نسلي جګړې لري، د زمکو په سر تر کالونو کالونو پوري دښمنیانې پالي، په داسې حالاتو کې د خدا کول په رنګ د یو کس لپاره نږره هم ګرانه ده، چې د خپل ځان او کلي ساتنه وکړي.

په بلخ ولایت کې حکومتي چارواکي او پولیس په دې اړه هیڅ مالومات نه لري، چې دغلته څومره خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد په جوړ شوو ډلو ګډون لري. او نه چاته دا پته شته چې دوي څومره وسله لري.

لیکواله وایې، دې ته په بلخ ولایت کې یو شمیر خلکو ویلي، دوي خپله وسله پټه کیښودو ځکه چې د دوی په فکر کله هم دې ته ضرورت راتلی شي، او زیاتوي، د افغانستان حالات داسې دي، چې بغیر وسلې د وسلوالو طالبانو خلاف مبارزه به کم عقل توب وي.

مجله د بلخ ولایت د یو مشر د خولې لیکي، کله چې د دوی په سیمو کې څه جګړه رامنځ ته کیږي ، نو بیا هیڅ قانون نه وي. او بیا قانون ستا کلاشنکوف وي.

د شاه رک کلي یو بل اوسیدونکې عزیز وایې ، د تیرو دوو میاشتو راهیسې وسلوال طالبان راځي، او د خښتو جوړولو د بټیو د مالکانو نه دوه زره ډالره کلنګ اخلي، لیکواله وایې د عزیر نه یې تپوس وکو چې بیا د بټیو مالکان پیسې ورکوي او که نه، نو غزیز ورته په ځواب کې وویل، د هغوي سره بله لار نشته.

عزیز وایې، د دوي سره چې کومه وسله ده ، هغه د وسلوالو طالبانو د وسلې په مقابل کې ډیره زړه ده، د هغوي سره جدید مشین ګنې، راکت لانچرې او داسې نوره وسله ده، چې دوي یې مقابله نشي کولی.

خداکول چې د عزیز سره خواته ولاړ وو، وایې، ده خپل کلاشنکوف څو اونۍ وړاندي په تور بازار کې په یو زر امریکایې ډالره اخستې ، کوم چې هم نوې نه دې، خو د ده د پخواني زوړ ټوپک نه بیا هم ښه دې.

لیکواله وایې ، که هم د شاهرک کلي خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد لشکر جوړ کړي، خو دوي به څنک په یو زوړ ټوپک د هغوي مقابله کوي.
XS
SM
MD
LG