د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګردېز پوځي اډه کې ځانمرګی برید ۱۱ تنه مړه او ژوبل


لمر نيازي - پکتیا

د پكتيا په مركز ګردېز كې د امريكايي ځواكونو د يوه پوځي مركز په منځ كې د سهارني موټر بم بريد په ترڅ كې د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره ۱۱ ته ورسېده.

سيمه اييزې حكومتي سرچينې وايي چې په بريد كې له بهرنيو ځواكونو سره پر دنده بوخت دوه تنه افغان ساتونكي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي، چې هغه هم ټول سيمه اييز خلك دي.

دغه بريد چې پنجشنبې د سهار په شپږ نيمو بجو يې د ګردېز ښار او ورنژدې سيمو روژتيان له خوبه راويښ كړل، د وسله والو طالبانو لخوا د يوه هينو موټر په واسطه شوى او ويل كېږي چې په دې موټر كې اووه ټنه چاودېدونكي مواد ځاى پر ځاى شوي و.

په دغه بريد كې د خان زمان په نوم يوه تن ټپي شوي كس چې د ګردېز ملكي روغتون ته راوړل شوى و، د پېښې كيسه داسې وكړه: (( زه ډرېور يمه، دې مركز ته مې بار راوړى و، موږه په خپلو موټرونو كې ويده و، چې لويه چاودنه وشوه، دا چاودنه په دويم قراول كې وشوه، له موږ نه به پنځوس ميتره ليرې وه، بيا په ځان نه يم پوه شوى او ټپي شوى و ))

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون په بريد كې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وويل ، تر دې دمه معلومه نده چې په بريد كې بهرني سرتېري هم وژل شوي او كه څنګه، خو زياتوي چې وژل شوي او ټپي شوي كسان ټول افغانان دي.

سمون زياته كړه چې په بريد كې له بهرنيو ځواكونو سره دوه تنه افغان ساتونكي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي چې اكثره يې مزدوران او موټر چلوونكي دي.

بلخوا د ګردېز د ملكي روغتون يو ه ډاكټر ننګيالي ساپي وويل چې، له بريد وروسته دوى ته ۶ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې له دې ډلې څخه يې د يوه روغتيايي حالت نازك و او د درملنې لپاره كابل ته لېږل شوى.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى او بهرنيو سرتېرو ته يې د ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا كړې ده.

هېره دې نه وي چې په پكتيا كې د سږ كال له پيله راهيسې دا دويم موټر بم بريد دى چې پكې دغه پوځي مركز هدف ګرځي.
XS
SM
MD
LG