د لاسرسي ځای

د پیپلز ګوند مخکنی پارلماني غړی او ګڼ نور وژل شوي


د کراچۍ په یوه مرده خانه کې خلک د خپلو وژل شویو عزیزانو مړي پېژنوي

د کراچۍ په یوه مرده خانه کې خلک د خپلو وژل شویو عزیزانو مړي پېژنوي

د کراچۍ ښار اخ و ډب تازه پيښو کې د قامي اسمبلي پخواني غړی په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي.

کراچۍ کې د مشال ريډيو خبريال وايي ، تيره ورځ له روژه ماتي وروستو بلديه ټاون کې نامالومه وسله والو د پيپلز ګوند قامي اسمبلي پخواني غړی وجا کريم داد بلوچ په ډزو وژلو.

ددي نه علاوه د ښار له مختلیفو ځاينو نه ۱۸ مړی په بوریو کې موندلي شوي دي.

دښار امنيتي وضعه ډيره خرابه ده او لياری ټاون، ګارډن، کیکری ګراونډ، لي مارکيټ او شير شاه سيمي د اخ و ډب له پيښو زياتې اغيزمنه شوي دي.

د سند صوبی د داخله چارو وزير منظور وسان دا پيښي د حکومت پرضد سازش بللی دی.

په کراچۍ ښار کې د هدفی وژنو پرضد تاجرانو نن د دهرني اعلان کړی دی.

دوي واي،چې په منظمه توګه د امنیت خرابولو کوشش روان دی او ددې پېښو په سببونو به غور کوی.

بلخوا په اسلام اباد کې د مشال ريډيو خبريال وايي د کراچۍ پر حالاتو د سند صوبې ګورنر عشرت العباد له وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني سره ليده کاته کړي دي.
XS
SM
MD
LG