د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په جلال اباد کې قونصلګرۍ پرانیزي


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي سره
په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي سره


بازمحمد عابد - جلال اباد

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر ننګرهار ته په خپل سفر کې د دغه ولایت سره د اویا میلیونو ډالرو د مرستې پر اعلان سربیره په جلال اباد ښار کې د قونصلګرۍ د پرانیستو خبر هم ورکړ.

راین کراکر د چهارشنبې په ماځیګر په جلال اباد کې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د راتلونکو دوه کلونو په موده کې به په ننګرهار ولایت کې اویا میلیونه ډالر په بیلابیلو پراختیايي پروژو ولګوي، ده وویل، موږ په څو مسایلو خبرې وکړې. په دې مسله هم وغږیدو چې څنګه کولای شوو، چې د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو. موږ به د کرنې، بریښنا، پلونو او سړکونو د جوړولو تر څنګ په یو شمیر نورو پراختیايي پروژو د دوه کلونو په دوران کې اویا میلیونه ډالر ولګوو. او دا زموږ له افغانستان سره د ستراتیجیکي ملګرتیا ښکارندوی کوي.٬٬

د امریکا سفیر راین کراکر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له یوې خوا د افغانستان امنیت افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپاري او له بلې خوا په افغانستان کې د دایمي اډو خبرې هم راولاړې شوې، وویل، موږ به د انتقال دغه پروسه په ډیر احتیاط او مسوولانه ډول د افغانستان له حکومت سره په مشورې لا ګړندۍ کړو. خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ هیڅکله په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړولو په فکر کې نه یو.٬٬

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي هم د ښاغلي راین کراکر سره خپلې خبرې ډیرې ګټورې وبللې. ویې ویل، کومې خبرې چې موږ د ننګرهار او سیمې او د سرحداتو په اړه وکړې، او کومې خبرې چې مو د ننګرهار د برق، زراعت او سړکونو د جوړولو په حقله وکړې، ښاغلي راین کراکر اطمینان راکړ ویې ویل چې په دې برخه کې به هر ډول همکاري له موږ سره وکړي. او دایې هم وویل چې ننګرهار د دوی له پاره ډیر مهم ولایت دی، او په دې مو سره موافقه هم وکړه چې امریکا به په نیږدې راتلونکې کې په جلال اباد کې قونصلګري پرانیزي.٬٬

د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر دا هم وویل چې دوی به په افغانستان کې خپلې اوږد مهاله مرستې جاري وساتي او دوی به هیڅکله د ۱۹۹۰یم میلادي کال اشتیباه تکرار نه کړي چې افغانستان یې یوازې پریښۍ و.
XS
SM
MD
LG