د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سمګلرانو یو تاجک سرتېری وژلی


د تاجکستان چارواکي وايي د نشۍ توکو د افغان سمګلرانو سره نښته کې یې د سرحدي ځواکونو یوتن وژل شوې دې.

پنځه ویش کلن رمزي ګلوبوف د رخصتۍ وروسته خامدوني سیمه کې خپل مرکز ته واپس روان وو چې دوه افغان سمګلرانو د یوټرک تښتولو هڅه کوله.

دچارواکو په وینا ګلوبوف پکې دیوتن نه وسله اخیستلو کې بریالي شو او یو سمګلر یې ژوبل کړو خو په جوابي ډزو کې پخپله هم ژوبل شو.

د تاجکستان چارواکي وايي دغه کسان یې لا هم په هیواد کې موجود دي ،چې لټون یې روان دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG