د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزتیان او د جوماتونو لاوډسپیکران


په تاریخي قیصه خواني بازار کې د قاسم علي خان جومات
په تاریخي قیصه خواني بازار کې د قاسم علي خان جومات

نقیب الله خوست

افغانستان په خوست ولایت کې خلک له دې امله شکایت کوي چې د پېشنمي د وخت له پای ته رسیدو وروسته او يا د شپې په نورو مختلفووختونوکې د ښاراو کلیو د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې موعظې ، نعتیه کلامونه او ډېر ځله مذهبي ترانې غږول کیږي چې له امله یې د دوی خوبونه نا ارامه کړی دی .


پيغمبر ص به سنت لمونځ هم په كور كې كولو. يوازې د فرض لمونځ د ادا لپاره به مسجد ته تللو.

خلک وایې چې مېرمنې له یوې خوا د خپلو ماشومانو ژاړګانو بې خوبه کړي وي او له بلې خوا پېشنمی تیاروي نو د خوب لپاره ډېر کم وخت پیداکوي او دا وخت هم د لوډسپیکرونو د غږونو له امله خوب نور خراب شي.

ډېرځله هغه کورونه ډېرپه تکلیف وي، چې کورونه یې جوماتونوته نیږدې او یا لوډسپیکرونو ته مخامخ وي.

د خوست څوتنه اوسیدونکي وایې، چې دې لوډسپیکرونو او ترانو د دوی او د دوى د ماشومانو د ارام وخت نا ارامه کړی او له دې امله ډېرپه تکلیف دي.
دا خلک وایې چې حیران دي چې دا دې ثواب کاردی او کنه هسې نه چې ګنهګار شي.

دا موضوع موپه خوست کې یو تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن ته وړاندې کړه، چې د دې ترانو او مواعظو په جوماتونو کې له لوډسپیکرونو نشرول په شرعي لحاظ څه حکم لري.
مفتي حبیب الرحمن وایې، چې نه یوازې ترانې ، نعتیه کلامونه باید په لوډسپیکرونو کې و نه غږول شي بلکې د قران کریم تلاوت هم باید له لوډسپیکرونو څخه نشرنشي.


پيغمبر ص به سنت لمونځ هم په كور كې كولو. يوازې د فرض لمونځ د ادا لپاره به مسجد ته تللو.

مسجد نه د ګپ شپ ځاى دى، نه د خوراك څښاك او نه د نعتونو او ترانو، د علماوو فتوا پر دې ده چې نه يوازې نعتونه او ترانې په لوډسپيكرو كې ونه غږول شي، بلكې د قران عظيم الشان تلاوت هم بايد په لوډسپيكر كې ونه غږول شي.

په لوډسپيكرونو كې د دې شيانو غږول چې خلكو ته مزاحمت كوي، شرعاً حرام دي.

د یادونې ده، چې ډېرځله خلک د دې له امله چې دوی نه پوهیږي هسې نه په دې مسایلوکې ګنهګارشي نو که یې په برخه کې ستونزې هم راشي چوپه خوله پاتې کیږي او هره مسله په خپل سروړي
XS
SM
MD
LG