د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېنکیانک کې د ترهګرۍ ضد عملیات


په چین کې چارواکي وایی امنيتي ځواکونو د تره ګرۍ، تشدد او اسلامي سخت دریځۍ پر ضد د سېنکیانګ په سیمه کې د دوه میاشتو لپاره عملیات شورو کړي دي.

سیمه ایز حکومت نن ویلي په دې کیمپین کې به لانجمنو ځایونو ته ګشت کیږي، شناخت به یې مالوموي او د ګاډو او په لارو کوڅو کې د خلکو تلاشي کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې په سنکیانګ کې د اکثریتي برخې هان او د مسلمانانو اقلیت اووي غر تر مینځ تشدد زیات شوې دې.

تېره میاشت په دې تشدد کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوي وو. د چین چارواکی مسلمان سخت دريځه د دې تشدد لپاره ذمه وار بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG