د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې یو مشکوک طالب خوشی شو


د مشال ریډيو خبریال وايي د سي اي ډي پوليسو لخوا نيول شوی کس فضل حسين مسود په کراچۍ کې یوه عدالت په ضمانت خوشی کړی دی.


د دې نه وړاندې سي آي ډي پولیس ويلې وو د کراچۍ د سلطان آباد سیمې نه یی د نا قانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر بیت الله مسود نیږدې ملګری نیولی دی .

پنځه کاله مخکې چې کله بیت الله مسود په وزیرستان کې زخمي شوی وو ، او د علاج لپاره کراچۍ ته راغلې و، نو نیول شوي کس هغه ته په خپل کور کې پناه ورکړې وه. او د هغه د علاج بندوبست یی کړې و. اوس هم چې وزیرستان کې کوم طالبان زخمیان کیږي نو د هغوي د علاج ذمه واري د ده په غاړه وي.

په کراچۍ کې د نا قانونه ګرځول شوي ډلو پر ضد د عملیاتو واک سي آي ډي پولیسو ته ورکړل شوې دې. د دوي په خبره په تېرو څو میاشتو کې د نا قانونه ګرځول شو ډلو ګڼ شمېر کسان یی نیولي دي
XS
SM
MD
LG