د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني ډلې مولوي سنګین ترهګر وګرځول شو


د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني چې په شمالي وزیرستان کې ټینګ مرکز لري
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني چې په شمالي وزیرستان کې ټینګ مرکز لري

راپور: بشير ګواښ – پراګ

د افغانستان حکومت د هغه اعلان هرکلی کړی چې ملګرو ملتونو او امريکا د القاعده سره نيزدې اړيکې لرونکې د طالبانو د حقاني د ډلې يو قوماندان مولوي سنګين ځدراڼ یې د ترهګرو په ليسټ کې شامل کړ. په دې توګه به د هغه په سفرونو باندې پابندي لګيږي، مالي اثاثې به يې کنګل شي او د وسلو په اخيستلو به يې بنديز وي.

د مشال ريډيو سره په خبرو کې د افغانستان د کورنيوو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دې ګام ستاينه وکړه. هغه وويل ،موږ ددې ګام هرکلی کوو او حقاني په ګډون دا ټولې شبکې بې له شکه ترهګران دي او د افغانستان په ګډودۍ او بې ثباتۍ کې لاس لري.موږ غوښتنه لرو چې دا دې په تور لیسټ کې واچول شي،د دوی تعقیب دې وشي او ټوله نړۍ دې له موږ سره د هغوی په نیولو کې مرسته وکړي.چې دوی ته سزاورکړو.٬٬

د القاعده د ډلې سره تړاو لرونکې د افغان طالبانو د حقاني ډلې جوړوونکی د افغانستان پخوانی جهادي قوماندان مولوي جلال الدين حقاني دی او د مطبوعاتو ترمخه اوس يې مشري د نوموړي زوی سراج الدين حقاني کوي.


د فرانس پريس خبري اژانس په وينا سنګين ځدراڼ د سراج الدين حقاني مرستيال دی چې له شمالي وزيرستانه په افغانستان کې په افغان او بهرنيوو ځواکونو د بريدونو پلان جوړونکی قوماندان دی.

په خوست کې د بي بي سي ريډيو خبريال الياس وحدت د مولوي ځدراڼ په اړه وايي،له ځو کلونو راهیسې موږ د مولوي سنګین ځدراڼ نوم اورو .دی د سراج الدین حقاني یو نظامي قومندان دی،چې به خوست او پکتیکا ولایتونو کې فعالیتونه لري.


د فرانس پريس خبري اژانس د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت د يوې بيانيې په يادولو سره ليکلي چې ترهګر ګرځول شوی دا قوماندان افغانستان ته د وسله والو جنګياليوو د ليږلو او رسولو منظمونکی دی او په ګڼو خونړيوو بريدونو کې لاس لري.


څه موده وړاندې ناټو ځواکونو په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې ځدراڼ يې وژلی دی خو بيا وروسته نوموړي په يوه ويډيو کې په راڅرګنديدو سره وښوده چې هغه ژوندی دی. الياس وحدت يې په اړه وايي،ددې خبرې د رد لپاره بیا دوی یوه سي ډي خپره کړه،به دغه سي ډي کې خپله مولوي سنګین راښکاره شو،وینا یې وکړه.دا یې وښودله چې دی وژل شوی نه دی او لا هم فعال دی.

وحدت دا ويډيو کتلي او له مخې يې د مولوي سنګين ځدران د شکل او صورت په اړه وايي: په هغه سي ډي کې چې دی ایدل کېږی دنګ سړی دی،غټ غت وېښتیان یې دي،لویه ږیره یې ده.او دېرش کلن مالومېږي.

مولوی سنګين ځدراڼ په داسې حال کې ترهګر ګرځول کيږي چې په افغانستان کې د حکومت مخالفه وسله والو سره د روغې جوړې خبرې رواني دي او د دې کار د ښه تر سره کولو لپاره ملګرو ملتونو نيزدې موده وړاندې د څوارلسو طالبانو نومونه له تور ليسټه ليري کړل او پر هغوی يې لګيدلي پابنديانې ليري کړي.
XS
SM
MD
LG