د لاسرسي ځای

تازه خبر

پټکی تړل نوی مشکل


په کندهار کې دوه ځله ځانمرګي بریدونه په پټکیو کې په پټو بمونو شوي
په کندهار کې دوه ځله ځانمرګي بریدونه په پټکیو کې په پټو بمونو شوي


سيد شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د جنوبي ولايتونو اوسېدونکي وايي چې په کندهار کې په پټکيو کې د چاودېدونکيو توکيو له چاودېدلو وروسته دوى هره ورځ له ستونزو سر مخاخوي او په هره لاره يې پوليس له سرونو څخه پټکي کښته کوي .

د افغانستان د نورو سيمو په پرتله د جنوب لودېديزې حوزې ډېرى اوسېدونکي په کليو کې اوسي او زيات يې پټکي تړي خو دوى وايي چې په کندهار کې په پټکيو کې د ځانمرګيو بريدونو له کېدو وروسته يې اوس په هره پوسته پوليس له سرونو څخه پټکي کښته کوي او دا په پښتنو کې يوه بده خبره ده .

د جنوب لوېديزې حوزې د اوسېدونکيو په خبره پوليس هم ګرم نه دي چې د دوى پټکي پلټي ځکه چې که داسې ونه کړي کېداى شي نور ځانمرګي بريد کوونکي هم د پښتنو له دغه سپېڅلي دود او نبوي سنتو څخه غلطه ګټه واخلي.

دوى وايي ګرم هغه کسان دي چې په پټکيو کې چاودېدونکي توکي تړي او بيا ځانونه د خلکو په مېنځ کې الوزوي،" زما نوم نظير احمد دى دا يو ناوړه کار دى چې په لنګوټه کې بمونه راوړي او بيا يي پر خلکو باندې پټاووي، قومي مشران او زمونږ غټ خلک له بينه وړي ٬٬

" زما نوم عبدالصمد دى په پټکيو کې د ځانمرګيو بريدونو له امله زمونږ دوه تاوانونه کوو يو مو کلتور ته تاوان رسېږي او بل مذهب ته ٬٬
پټکی د پښتنو د پېژندګلو نښه خو وسله وال طالبان ترې ناوړه ګټه پورته کوي


په کندهار کې تر اوسه پورې په پټکيو کې د چاودېدونکي توکيو د تړلو دوې پېښې شوې دي چې په يوې کې د کندهار ولايت د علماوو د شورا رييس مولوي حکمت الله حکمت او په دويمه کې د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي ووژل شو.

د کندهار اوسېدونکي وايي چې ځينې ډلې په دې توګه د پښتنو د کلتوري او مذهبي جامې په کارولو سره د پښتنو په مشرانو بريدونه کوي. او هڅه کوي چې په دې توګه سره په پښتني کلتور باندې د خلکو باور له مېنځه وړي .

په کندهار د سياسي چارو کارپوه بسم الله خان غرنى وايي چې په پټکيو کې د چاودېدونکيو توکو تړونکي غواړي په دې توګه خپل دوه هدفونه پوره کړي چې يو يې د پښتنو کلتور ته تاوان اوړل او بل يې د په نښته شوي کس له مېنځه وړي دي.

" يو هدف خو يې دا دى چې هغه نفر له مېنځه وړي دويم هدف يې دا دى چې نړيوالو ته دا وښيي چې دا پښتانه داسې بدمعاشان خلک دي چې نه د خپل کلتور پروا لري او نه هم د خپل مذهب ٬٬

خو د جنوب لوېديزې حوزې ځينې اوسېدونکي بيا په دې اند دي چې په پټکو کې تر ځانمرګيو بريدونو وروسته پوليس او امنيتي چارواکي اړ دي چې د خلکو په سرونو تړلي پټکي و پلټي او وسله وال هم همدغه غواړي چې په دې توګه د ولس او دولت تر منېځ فاصله پيدا کړي او وروسته پکې خپل ځانونه ځاى کړي. د سياسي چارو کار پوه اغا محمد نظري هم دغه خبره کوي .

" له يوې خوا يو سپين ږيرى، قومي مشر يا د دولت يو کارکوونکى له مېنځه وړي بله خوا بيا دا لا بل تضاد دى چې خلک هڅوي چې دا دى پوليس له خلکو لنګوټې کښته کوي ، د پټکيو درناوي نه کوي ، ځکه نو بايد دغه غونډو او دولتي جلسو ته ور نه شو. ٬٬

د نظري په خبره د جوماتونو او مدرسو ملا امام بايد د خپلو تقريرونو پر مهال دا رواښانه کړي چې پټکى د پښتنو کلتور او مذهبي عنعنه ده او بايد د خلکو د وژلو د پاره ورڅخه کار وانه خيستل شي.

څه موده وړاندې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په پيش امامانو غږ کړى وو چې په خپلو تقريرونو کې دي ووايي چې په پټکيو کې د چاودېدونکيو توکو تړل د پښتنو افغانانو له کلتور او مذهب سره زياتى دى او وسله وال دي نور په پټکيو کې بمونه نه تړي.
XS
SM
MD
LG