د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي د سټیلت هیلي کوپټر معاینه یې نه ده کړې


دا هغه کور دی چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو او امریکايي سټیلټ هیلي کوپټر پکې رالوېدلی وو
دا هغه کور دی چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو او امریکايي سټیلټ هیلي کوپټر پکې رالوېدلی وو
چين هغه راپورونه رد کړي دي چي ګواکي پاکستان دوی ته دا موقع په لاس ورکړې چي په پرمختللي ټېکنالوجي سنبال د هغه وران شوي امريکايي سټيلت هېلي کاپټر کتنه وکړي چي د اسامه بن لادن د وژني په عملياتو کي استعمال شوی و.

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس په يو راپور کي ليکي، بريتانوي ورځپاڼي فايننشل ټايمز د يکشنبې په ورځ راپور خپور کړی چي پاکستان تر هغه وړاندي چي په پرمختللي ټېکنالوجي سنبال رالوېدلی سټيلت هيلي کاپټر امريکا ته وسپاري، د چين پوځي انجينېرانو ته اجازه ورکړې وه چي انځورونه واخلي او د هغه نمونې تر لاسه کړي خو چين په دې لړ کي ټول راپورونه بې بنسټه بللي دي. د نهي په ورځ د چين د دفاع وزارت لخوا په لومړي ځل د دې بيان رد راغلی چي يوازي يوه جمله کي ليکل شوي و چي ((دغه راپور بې بنسټه او بې منطقه دی)) .

امريکا دا شک څرګندوي چي پاکستان له امريکا څخه د اسامه په ضد د عملياتو د غچ په خاطر د هيلي کاپټر ټېکنالوجي له چين سره شريکه کړې ده خو يو پاکستانی چارواکی دا خبره ردوي او وايي چي تر عملياتو وروسته هر وخت د دغه وران شوي هېلي کاپټر کلکه څارنه کېدل نو بيا څنګه کېدای شي چي چين دې ته لاس رسی پيدا کړی وي.

د دې هيلي کاپټر په هکله کارپوهان وايي چي دا په دا ډول پرمختللې ټېکنالوجي سنبال دی چی راډار جام کولای شي او او ږغ او تودوخه نه لري.

د اسامه بن لادن د وژني په عملياتو کي دا ډول دوو هېلي کاپټرو برخه اخستې وه چي يو يې د فني خرابۍ له کبله را ولوېدی خو لکۍ يې روغه پاته شوه چي نن سبا يې په نړيوالو مطبوعاتو کي انځورونه تر سترګو کيږي. کارپوهان دا فکر کوي چي ټېکنالوجي يې په لکۍ کي ځای په ځای شوې وه او په همدې خاطر دا د هېلي کاپټر تر ټولو مهمه برخه ګڼل کيږي.

بل پلو ګلوبل پوسټ نومي وېبپاڼي د کېتلين مېکلافن يو شننه خپره کړې چي ليکي، دا نوې خبره نه ده. د دې نظر په اړه د ميي په مياشت کي تر عملياتو څو ورځي وروسته بحثونه پېل شوي وو خو دا خبر هغه وخت ارزښت پيدا کړی کله چي لومړی فايننشل ټايمز ورځپاڼي او بيا نورو نړيوالو مطبوعاتو راپورونه خپاره کړه چي د امريکا پوځ په دې باور دی چي پاکستان چين ته اجازه ورکړې چي وران شوي هېلي کاپټر څارنه وکړي او انځورونه يې واخلي. ليکواله ليکي چي ځيني سرچيني په دې نظر دي که چيري دا خبره رشتيا وي نو پاکستان يو ځل بيا د امريکا په ملا کي خنجر ووهی.

د ليکوالي په وينا که چيري پاکستان چين ته دا موقع ورکړې وي چي د وران شوي هېلي کاپټر کتنه وکړي نو دا حېرانوونکې خبره نه ده ځکه چي پاکستان له چين سره د اوږدې مودې راهيسي ډېري ژوري اړيکي لري. له دې څخه دا څرګنديږي چي پاکستان چين ته دا موقع په لاس ورکوي چي دامريکا په مقابل کي راپورته شي. په بيجنګ کي د پاکستان او چين د اړيکو کارپوهان وايي چي دوی د هېلي کاپټر د کيسې په اړه شک لري خو نړۍ بايد په دې پوه وي چي چين او پاکستان له يو بل سره د ملګرتيا ژوري اړيکي لري.
XS
SM
MD
LG