د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي وګړي د تېښتوونکو خاکې به ژر خپرې شي


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان




اې ایف پي خبري اژانس لیکي، د پاکستان پولیس وایې، دوی د هغه امریکایې د خوشې کولو لپاره پلټنې پیل کړي دی، چې د تیر خالي په ورځ په لاهور ښار کې تښتول شوی وو، او زیاتوي ډیر زر به تښتونکو ته ورسیږي.


فرانس پریس خبري اژانس لیکي، د پاکستان پولیس وایې، دوي به ډیر زر د هغه کس خاکه خپره کړي، چې د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې یې یو امریکایې تښتولی دې.

اویا کلن ویرن وينسټين چې په لاهور کې د یوې امریکایې ادارې جې اي اسټن ډایرکټر دې، د تیرو اوو کالونو راهیسي په په پاکستان کې ژوند کوي، د تیر خالي په ورځ سهار وختي د کور نه د وسلې په زور وتښتول شو.

وينسټين به د خپل کار ختمیدو وروستو د تیر ګل په ورځ امریکا ته تلو، چې له دغې وړاندې وتښتول شو. هغه په پاکستان کې د اقتصادي پرمختګ په نجي سیکټر کې کار کولو.

اې ایف پي ته د پولیسو یو مشر عاطف حیات ویلي، دوي د تښتونکي خاکه جوړه کړي ده، او کوشش کوي ، په دغه پیښه کې د ککړو ټولو کسانو خاکې جوړي کړي، او زر تر زره ورته ورسیږي.

د دغه پیښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې ، او پولیس وایې زیات امکان دې ، وينسټين د خپل قومیت له وجې د تاوان په غرض تښتول شوې وي.

په امریکا کې جې ای اسټن اداري په کومه کې چې وینسټین په پاکستان کې کار کولو ، په یوه خبر پاڼه کې ویلي، وینستین د پاکستان د اقتصادي بحران په اړه ډیر اندیښمن وو، او ِغوښتل یې د خپل کار له وجې د دغه هیواد اقتصاد ته وده ورسوي، او زیاتوي هغه د پاکستان په صنعتي پرمختګ کې مهم رول لوبولی، او ډیرو خلکو ته د هغه د هڅو له وجې روزګارونه تر لاسه شوی دي.

واشنګټن په دې وروستیو کې په پاکستان کې خپلو وګړو ته د زیات سفر نه کولو هدایات ورکړي دي، او زیاتوي په دغه هیواد کې امریکایان د پیسو په غرض او یا د کومو نورو ذاتی وجوهاتو له عمله تښتول کیږي.

د تیرې جولایې په لومړۍ نیټه په بلوچستان کې د سويټزر لینډ یوه جوړه هم تښتول شوې ده، چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو یو مرستیال مشر ولي الرحمان یې د تښتولو پړه منلي ده.

په ۲۰۰۹ کال کې هم په ملګرو ملتونو کې د امریکا یو کارکونکې په بلوچستان صوبه کې تښتول شوی وو، چې دوه میاشتې وروستو خوشې کړل شو.
XS
SM
MD
LG