د لاسرسي ځای

کندهار:د کليو د پراختيا رياست کارکوونکې ووژل شوه




سید شاه سقیم کندهار


نا پېژاندو وسله والو کسانو دغه بريد نن سهار د کندهار په چوڼۍ سيمه کې سردار مدد خان څلور لارې ته څېرمه کړى دى چې پکې د کليو د پراختيا رياست يوه ښځينه کارکوونکې راضيه وژل شوې او موټر چلوونکى يې ژوبل دى.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د بريد پر مهال راضيه له خپل کوره دفترته روانه وه او وسله والو يې پر موټر ډزې کړې دي.

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي چې په بريد کې د عبدالرازق په نامه د کليو د پراختيا رياست د کارکوونکې موټر چلوونکى دا مهال روغتون ته لېږدول شوى او وسله وال له سيمې څخه تېښتدلي دي.

(( د انکشاف دهات يوه کارکوونکي راضيه نن له خپل کور څخه دفتر ته روانه چې د سردار مدد خان څلور لارې سره پرې وسله والو ډزې کړي دي ، موټر چلوونکى يې ژوبل شوى او دا وژل شوې ده ، تر تر پلټنو وروسته به د پېښې نور جزيات هم له رسنيو سره شريک کړو ))

تر اوسه پورې د بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخيستى او نه هم پوليسو ورسره د تړلو لرلو په تور څوک نيولي دي .

په کندهار کې له څه مودې را په خوا يو ځل بيا د هدفي وژنو او ځانمرګيو بريدونو لړۍ تونده شوې ده ، تېره شپه هم په دغه ولايت کې د سپريم په نامه د بهرينو ځواکونو په يوه اکمالاتي کمپنۍ ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي وو چې پکې د ځانمرګيو په ګډون پېنځلس تنه مړه او ټپيان شوي وو .
XS
SM
MD
LG