د لاسرسي ځای

تازه خبر

یاغیان وايي د قذافي استازو سره یې خبرې نه دې کړي


د ليبيا ياغيانو هغه خبرونه رد کړي چي ګني دوی د واکمن معمر قذافي له استازو سره نيغ په نيغه خبري رواني دي.

ملګرو ملتونو هم دا خبرونه رد کړي چي ګنې په ليبيا کې د دوی خاص استازي عبدل الاح الخطيب په تيونس کي د واکمن معمر قزافي او د ليبيا د ياغيانو ترمنځه په خبرو کي برخه اخستي ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرهان حق ويلي دي عبدل الاح الخطيب په ياد شوو مزاکراتو کي برخه نه اخلي خو نوموړي به نن د تيونس چارواکو سره ليده کاته کوي. د مصر چارواکو ويلي دي د ليبيا د کورانو چارو وزير نصرالمبروک عبدالله سره د خپلي کورنۍ نن قاهره ته رارسيدلي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG