د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د اوبو ستونزه


به خیبر پښتونخوا کې تربېله ډېم چې د پاکستان د بجلۍ جوړولو یوه لویه سرچینه
به خیبر پښتونخوا کې تربېله ډېم چې د پاکستان د بجلۍ جوړولو یوه لویه سرچینه

ژباړه: ملیحه امیر زاده پراګ


په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې لیکوال داکټر اکمل حسین ليکي د اوبو مخ په زیاتېدو ستونزه د پاکستان اقتصاد او ټولنه اغېزمنولای شي.

د دغه کړکېچ د موثر انتظام لپاره په سمدستي توګه په لومړي سر کې په پاکستان دننه د خیبر پښتونخوا ،سیند او پنجاب ترمنځ او بل پلو بیا د هند او پاکستان ترمنځ همکاري پکار ده.

د لیکوال په خبره که داسې و نه شي او د سېند طاس د اوبو ذخیرې سمې سمبال نه شوې نو له امله یی یو اقتصادي بحران راتلای شي او ددې له وجې د پاکستان او هند تر مینځ جګړه رامنځته کېدای شي.


لیکوال ليکي په سېند طاس کې د اوبو د کمي یوه برخه ستونزه دا په ګوته شوې چې د سېند دریا سیسټم کې له لویه سره د اوبو بهېدل خپل فطري محدودیتونه لري او بله هغه دا ده چې د اقتصادي او د وګړو زیاتېدونکې آبادي د ضرورتونو پر اساس د اوبو استعمال په موثره توګه نه کېږي.

د غیر مستقیمو منصوبو له وجې ستونزه زیاته شوې،په میداني اوبو نمکیات ګډېږي ، مضر کیمیاي مواد اوبه ککړوي او پر سطح موجود د څکلو اوبه سخا کېږي.

لیکوال د دې لویه وجه دا ښيي چې ښاری او صنعتي چټلیات یا فضلات په خوندي توګه نه انبارېږي چې چاپېریال پاک وساتل شي.

لیکوال زیاتوي د اوبو کمی په دې سره ناپېږي چې د شته اوبو په انډول کې سړي سر یوکس هر کال څومره اوبه استعمالوي چې سړي سر معیاریې 1700 کیوبک میټره جوړېږي. لیکوال تازه اوبه تر خطر لاندې ٬٬ نومي یو کتاب حواله ورکوي چې پکې اندازتا په سند طاس کې د یو کس لپاره هر کال کې 1329 کیوبک میټره موجودې دي. چې د ضرورت نه کمې دي. بلخوا سند طاس کې د اوبو سطح زیاتولو لپاره هم ډیر فشار دې.

په مقاله کې لیکل شوي په صنعتونو کې هم د اوبو استعمال موثر ه نه دې. او بیا په ماحول کې بدلون هم په راتلونکي کې د اوبو کمی زیاتولای شي.

لیکوال د ډاکټر لینا شري واستوا د یوې څېړنې حواله ورکوي چې د همالیه ګلیشیر په چټکۍ د ويلیکېدو له امله په لنډ مهاله توګه سیلابونه زیاتېدلای شي او په اوږده موده کې په جنوبي اسیا کې په سیندونو کې د اوبو کمې زیاتېدای شي.

د ماحولیاتي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو رپورټ وايي،د نړیوالې تودوښې زیاتېدو له امله په جنوبي اسیا کې د فصلونو په پیداوار کې کمې راتلای شي.

لیکوال زیاتوي د اوبو کمی او ماحولیاتي بدلون د پاکستان او جنوبي اسیا په اقتصاد فشار زیاتولای شي.

په مقاله کې راغلي دی چې د دې مسلې په لړ کې موثره نظم لپاره پکار ده د هند او پاکستان تر مینځ د اوبو استعمالو د یو منظم سیسټم جوړولو کې همکاري وشي، د اوبه خور او عام استعمال لپاره اوبه سمې وکارول شي، د ټیکنالوجي د پرمختګ لپاره ګډ پروګرامونه جوړ شي، د کرنې لپاره مستقیم ګامونه پورته کړل شي او د قدرتي آفاتو او د خوراک د کمي د نظم لپآره هم ګامونه پورته کړل شي
XS
SM
MD
LG